د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې افراطیت ترکیه هم اندیښمنه کړې ده


په سوریې کې د ترکیي سرحد ته نږدې د داعش جهادی ډلي خپل بریدونو زیات کړې دي چې ترکیه یې په تشویش کې اچولې ده.دغه هیواد اندیښنه لري چې دتشدد دغه لړی د پولي ها خواه ته وروانوړي.

ددې میاشتي په پیل کې داستنبول یوه جومات، چي د شعیګانو وو وسوځول شو. د دغه برید تور په داعش اچول کیږيی،چې د شعیه گانوسخت مخالفت کوی. داسي فکرکیږي چې په راتلونکي کي به هم داعش ډله داسي بریدونه وکړۍ چې د ترکیي مغلقي ټولنه ته خطر پیښولي شي.

دامریکا غږ خبریالي ډوراین جونز د استبول څخه راپور راستولي او واېې چې د ترکیي په پلازمیني د استنبول په ښارکې ډیر شمیر سني او شعیه مسلمانان اوسیږی. خو په استنبول کې د جعفری په جومات باندی د برید ورسته د دواړو ډولو ترمنځ کړکیچ زیات شوي دی.

د سوځول شوي جومات امام حمزه عایدن واېې، هغه په دي هیڅ کوم شک نه وینې چې د دی برید ترشا فرقوی انگیزه وه.

هغه وایي "عایدن واېې، د برید څخه لږ مخکي، د څو کسانو یوه ډله جومات ته راغله او وویل چې تاسو جعفریان یاست، تاسو د تیگو عبادت کوی، موږ دغه جومات ته اور ور واچوو، دی واېې، موږ پولیسو ته ورغللو هغوی راپور واخیست او هیڅ یې هم ونکړل، هر چا چې دا کار کړی هغوی مسلمانان نشي کیدلي."

د ترکیي په گاونډ کې پراته هیوادونه عراق او سوریه د شعیه او سني مسلمانانو تر منځ د مخ په زیاتیدونکې فرقوی شخړو شاهدان پاته شوي دي او زیاتره خلک دا تور داعش د ډلی په راظاهریدو لگوي، چې په رسمي توگه، د عراق او سوریه د اسلامي دولت په نامه پیږندل کیږی او اوس ځان ته اسلامي دولت واېې. دغه ډله واېې چې شعیه گان اسلامي اصول نه مراعتوي.

د داعش مبارزه د پراخیدو په حال کي:

په بروکسل کې د کارنیگی په انسټیټوټ کې څیړونکی سینان اولجن واېې دا ویره پیدا شوې چې د داعش د ډلي قرقوي جګړه ترکیې ته رارسیدلې ده.

هغه وایي "داسي تورونه لګیږي چې د یوه شبکي ځیني غړی ادعا کوي چي داعش ډلی ته نږدی دی او دا کار یی کړی دی. ځیني وسله والو ډلو له کلونو ورسته په دی تونیدلی چې خپلی شبکې جوړی کړي او د ترکیی حکومت داپوزیسون په دی ډلو سترگې پټي کړی وی. دا ښي چې په سورېي کې چي څه بي ثباتي ده ترکیه به تري خوندی پاته نه شي."

د ترکیي واکمن اسلامي گوند "اي کي" په سورېې د حکومت پر ضد د وسله والو یاغیانو د ملاتړو د ډلو څخه ده. د استنبول جومات سوځول یواځي یوه واقعه نه ده، د استنبول شعیه گان دا ادعا کوي چې دوی د مخ په زیاتیدونکې فرقوي تشدد له وجي په نښه کیږي.

ټاکنیزسیاست هم کیداسي د مخ تشنج د زیاتیدو یوه لامل وی. لومړی وزیر رجب طیب اوردوان د راتلونکي میاشتی په ټاکنو کې برخه اخلي، او هغه ډیره زیاته تکیه پر محافظه کاره سنيانو کوی.

انتقاد کونکي هغه په دی تورنوی چې هغه د شعیه مسلمانانو پرضد فرقوي ژبه کاروي. هغه د رسنیو او شعیه ډلو لخوا هغه غوښتنه چې د استنبول جومات برید دی وغندی مقاومت ښودلي دی.

خو د ترکیي د دولت اورگان "دیانټ" چي اسلامي عقاید تنظیموي، ددی اداری رئیس مامت گومز د سوځیدلی جومات لیدنه وکړه.

ښاغلی گومز وایي "موږ به دغه جومات بیا جوړ کړو، موږ ټول مسلمانان یو، موږ قران مجید او جوماتونه کاروو. موږ به تر کومه بریده چې امکان ولرې د سوځولیدلو کتابونو پرځای نوي کتابونه راوړو.هغه وویل موږ به دلته بیا راغونډ یږو اوگډ عبادت به کوو."

مبصرین په دي نظر دې چي د سخت دریځو ډلو لکه اعیش مخ په زیاتیدونکي خطر پروخت کې درارپوته شوی تشنج اوندیښنو پرمهال د اسي خبري ډیر مهمي ثابته دی شي.

خو اوس هم د اسلامي ډلو لخوا چې کوم مظاهرې ترتیبیږی په هغو کي د داعش د ډلي بیرغونه او دسمالونه لیدل کیږی. او دا ددی ښي اشاره ورکوی چې په ترکیي ځیني سنیان دډغي ډلي سره همدردي لری. څیړونکو خبرداری ورکړی چې د اعیش ډلی مخ په زیاتیدونکي نفوذ د ترکیي ټولني د مظبوطي دپاره یوه آزموینه ده.

XS
SM
MD
LG