د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان نن د خپلې خپلواکۍ ۹۵ کلیزه لمانځي


د افغانستان د آزادۍ څلی
د افغانستان د آزادۍ څلی

د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه ده، نن په کابل کې دا ورځ د ملي دفاع د وزارت په انګړ کې د یو لړځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې، د ولسمشر کرزي له لوري د آزادۍ په څلي د ګلانو د ګېډۍ په اېښودلو سره ونمانځل شوه.

دغو مراسمو کې په زیات شمیر د بهرنیو دیپلوماتانو د ګډون سربیره د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي او نورو دولتي چارواکو هم برخه اخېستې وه.

دغو مراسمو ته سخت، امنیتي تدابیر نیول شوي وو، او د ملي دفاع د وزارت چاپیر واټونه د ټرافیکو پرمخ تړلي وو.

ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې چې ځانګړې پوځي تشریفاتي مراسم ترسره کېدل، د آزادۍ په څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې یاد یې تازه کړ.

د ګلونو په ګېډۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکی اعلیحضرت امان الله خان عکس ایښودل شوې وو.

ولسمشر حامد کرزي په لنډو خبرو کې وویل، چې له انګریزانو نه استقلال او خپلواکۍ د افغانانو په قربانیو او ملي یووالي ترلاسه شوي ده.

هغه وویل، دا خپلواکي تیرو نسلونو پاللې او تر نننه یې اوسنیو نسلونو ته رسولې ده.

ښاغلي کرزي د انګریزانو سره د افغانانو دجګړو وروسته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو سره د افغانانو د مبارزو او له دغه هیواد نه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د شړلو یادونه وکړه وې ویل چې دا د افغانانو لويې ویاړنې دي.

ټاکنې

ولسمشر حامد کرزي چې ددغو مراسمو په پای کې یې خبرې کولې په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یې څنګ ته ولاړ وو هیله وښوده چې ددغو نوماندانو ترمنځ موافقه به ژر د ټاکنو دپایلو د اعلان سبب شي.

ولسمشر حامد کرزي وویل چې افغانان تر دې زیات صبر نه شي کولی.

همداشان ښاغلي کرزي هیله وښوده چې که ددغو دوو نوماندانو نه هر یو یې واک ته ورسیږي، د افغانستان د امنیتي وضیعت د ښه کولو لپاره به کار وکړي

ښاغلي کرزي وویل " انشالله کله چې نوي حکومت جوړ شو دواړه ورونه دلته ولاړ دي تاسو ته وعده درکوي چې دوی یو قوي او مظبوط حکومت جوړوي او افغانستان له دغې ناامنۍ ژغوري".

پیغامونه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شی جین پینګ، د پاکستان صدراعظم نواز شریف، د هند صدراعظم نریندرا مودي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په عنوان هغه ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د مبارکۍ پیغامونه لېږلي دي او ددې ورځې مبارکي یې افغانانو ته ورکړې ده.

په جلال آباد کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځل

د آزادۍ ورځ دې وروسته له دې دکابل پرځاى په ختيځ ښار جلال آباد کې ونمانځل شي.

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين وايي چې مرکزى دولت دې وروسته له دې د هیواد د آزادۍ ورځ د مرکز کابل پرځاى په جلال آباد ښار کې ونمانځي.

هغه وويل ددې لپاره چې د آزادۍ اتل غازي امان الله خان په جلال آباد ښار کې خښ دى، دا ورځ دې هم د هغه په وياړ په دې ښار کې ترسره شي.

مولوي لودین وويل چې په ډېر نږدې راتلونکې کې به د شاه امان الله خان غازي مزار په بیلابیلو پروژو کې په اساسي ډول ورغوي.

له بريتانيې څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو د پينځه نوييمې کليزې ورځ نن په جلال آباد کې د يو شمیر سياسي ګوندونو د استازو او ځوانانو له خوا د امان الله خان پر قبر د ګلونو پر ايښودو هم ونمانځل شوه.

افغانستان له نن نه ۹۵ کاله مخکې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې په همدې ورځ یعنې د زمري د میاشتې په اته ویشتمه چې د لمریز کال له ۱۲۹۸ کال سره برابره ده، په سیمه کې د وخت د انګریزانو له امپراطورۍ خپله خپلواکي واخېسته.

د انګریزانو سره چګړي

افغانان له انګلیسانو سره درې ځله جګړه وکړه، افغان- انګلیس لومړۍ جګړه (۱۸۳۹-۱۸۴۲) کې وشوه، چې دا جګړه د وزیر محمد اکبر خان له لورې وګټل شوه او د وخت انګلیسي امپراطورۍ ماتې وخوړه.

افغان انګلیس دوهمه جګړه ( ۱۸۷۸-۱۸۸۰) کلونو په منځ کې وه او درېیمه افغان انګلیس جګړه په ۱۹۱۹ کال کې د مۍ د میاشتې په ۶ نېټه پيل شوه، چې د همدې کال په اګسټ کې پای ته ورسېده.

د اګست په نوولسمه چې د زمري د میاشتې له اته ویشتمې سره برابره ده، د افغانستان پادشاه، شاه امان الله خان د افغانستان د آزادۍ اعلان وکړ او د خپلواکۍ سند یې لاسلیک کړ.

له هماغه تاریخ نه تر نننه د زمري اته ویشتمه له انګریزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه هر کال نمانځنه کیږي.

XS
SM
MD
LG