د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب یرغمل شوي کارکوونکي خوشې شول


د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویلي چې د دوی هغه پنځه تنه کارکوونکي چې یوه اونۍ وړاندې د هرات په ولایت کې تښتول شوي وو نن پنجشنبه برمته کوونکو خوشې کړي دي.

دې کمیټې پرته له قید او شرط څخه ددغې کمیټې د کارکوونکو د خوشې کیدلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې باید ټول اړخونه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د کارونو درناوی وکړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دا پنځه افغان کارکوونکي تیره پنجشنبه د اسد په۲۳ د هرات ولایت د ادرسکن په ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوي وو.

دغه کارکوونکي د جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستو د لارو چارو د لټولو په نیت د ادرسکن ولسوالۍ ته ورغلي وو.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې میرمن مونيکا زناریلی ویلي چې خوشې شوي کارکوونکي روغ او رمټ دي.

میرمن زناریلی وایي "زموږ پنځه تنه کارکوونکی خوشې شول، دوی روغ جوړ دي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي، چې موږ ته تر ټولو مهمه وه، موږ په افغانستان کې د جګړې له امله اغېزمن شویو وګړو سره د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ژمن پاتې کېږو. یو ځل بیا موږ په ټول هېواد کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري کارونو د لا درناوي غوښتنه کوو. زموږ کارکوونکي بايد پرېښوول شي، چې په خوندي ډول کار وکړي. "

د سره صلیب نړیوالې کمیټې آی سي آر سي په کابل کې خپل دفتر په ۱۹۸۷ کال کې پرانیستی دی.

د نړیوال بشرپالونکي قانون څخه د سرغړونو مخنیوی، له بندیانو نه ملاتړ او ملکي وګړو سره د اوبو رسونې، روغتیا او نورو بېلابېلو برخو کې د مرستو برابرول په افغانستان کې ددغې کمیټې د کارونو لویه برخه جوړوي.

همداشان دا کمیټه، د جګړې له امله د اغېزمن شوو کورنیو سره د مرستې لپاره هم پروګرامونه لري، د کورنیو د غړو ترمنځ اړیکې ټینګوي، د یو بې پلوه منځګړي په توګه کار کوي، د ټپيانو او معلولینو سره د روغتیا ساتنې په برخو کې هم مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG