د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما بیا د عبدالله او احمدزي سره په ټلیفون خبرې کړي


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما (ارشیف)
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما (ارشیف)

د جمهوري ریاست ټاکنیز ټیمونه وایي چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره تیر ماښام یو ځل بیا په تلیفون د ټاکنو په مسلو خبرې کړي دي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند طاهر زهیر او د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د امریکا جمهور رئیس د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره په جلا جلا تیلفوني اړیکو کې د ټاکنو او د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په برخه کې په شویو پرمختګونو خبرې کړي دي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند طاهر زهیر وایي چې د ښاغلي احمدزي سره د امریکا د جمهور رئیس په دغو نږدې نیم ساعت ټیلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو د څارنې لاندې د ټاکنو د پلټنې د روان بهیر په ګړندیتوب هم خبرې شوي دي.

زهیر وایي "په دغو ټیلیفوني خبرو کې زیات ټینګار د اساسي قانون رعایتولو وشو او هم د ملي وحدت د حکومت په رامنځ ته کولو ټینګار وشو".

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا د امریکا د جمهور رئیس او عبدالله عبدالله ترمنځ د جمعې د ماښام د ټیلیفوني خبرو په باب وویل چې ښاغلي اوباما هیله لرله چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ شوې موافقې په عمل کې پلې شي.

ښاغلی اوریا وایي "د اوباما هیله داده چې کوم سیاسي او تخنیکي موافقې چې سره شوي دي دا عملي شي او پرینښودل شي چې افغانستان د بحران خواته لاړ شي".

ښاغلي اوریا وویل چې عبدالله عبدالله د امریکا جمهور رئیس ته ویلي چې دی او ټیم یې هم سیاسي او هم تخنیکي موافقو ته ژمن دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره په تلیفون د ټاکنو په مسلو خبرې کوي.

ددې دمخه هم ښاغلي اوباما ددغو کاندیدانو سره دوه ځلې په ټیلیفون غږیدلی دی.

ښاغلي اوباما د جموري ریاست له کاندیدانو سره دا خبرې په کابل کې د عبدالله عبدالله د پلویانو او ملاټرو د یوې لویې غونډې د جوړیدلو یوه ورځ وروسته کړي دي.

که څه هم ښاغلی عبدالله دغې غونډې ته وویل چې لا هم د خپل سیال ټیم سره هم په سیاسي او هم په تخنیکي برخو کې خپلې پیل کړې همکارۍ ته دوام ورکوي خو هغه او د هغه پلویانو په وار وار وویل چې د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی حکومت به ونه مني.

ښاغلي عبدالله دې غونډې ته وویل "یوازې د خلکو پاکې رایې به د ټاکنو پایلې وټاکي".

د کاندیدانو په خبرو کې پرمختګ

د امریکا د جمور رئیس سره د تیرې ورځې د ټلیفوني خبرو وروسته نن دشنبې په ورځ عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي یو ځل بیا د ملي وحدت د حکومت او د رائیو د پلټنې د روان بهیر په سر سره خبرې کړي چې دواړه ټاکنیز ټیمونه وایي چې په نننیو خبرو کې د ملي حکومت د جوړیدلو په سر یو څه پرمختګ شوی دی.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند ښاغلی اوریا وایي چې ددواړو مشرانو ترمنځ نننۍ ناسته په ډیره دوستانه فضا کې پای ته رسیدلې ده.

هغه زیاتوي "په مذاکراتو کې د احترام او صمیمیت فضا شتون درلود، مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او مونږ هیله لرو چې په راتلونکي کې نور پرمختګونه هم وشي".

همداشان د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند ښاغلي زهیر هم ددواړو کاندیدانو ترمنځ د شنبې د ورځې ناسته ډیره دوستانه وبلله او وې ویل چې په دغه ناسته کې د پرتو ستونزو د حل لپاره د لارو چارو په لټولو ټینګار شوی دی.

ښاغلي زهیر وویل "په غونډه کې د اختلاف وړ مسلو ته د حل دلارو په لټولو او هم د د رائیو د پلټنې د بهیر په ګړندیتوب ټینګار وشو".

خو دغو دواړو ټیمونو چارواکو دا ونه ویل چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د اختلاف ټکي کوم دي .

دمخه دغو ټیمونو ته نږدې منابعو امریکا غږ ته ویلي چې تر ټولو لویې د اختلاف مسله په راتلونکي حکومت کې د اجرائیوي رئیس د واک مسله ده چې لا هم دواړه ټاکنیز ټیمونه پرې سره د نظر اختلاف لري.

XS
SM
MD
LG