د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره وکتل


ارشیف
ارشیف

ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د ارګ په ماڼۍ کې کتلي او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په نېټې یې ورسره خبرې کړي دی.

د ارګ یوه خبرپاڼه وایي چې دا لیدنه نن سهار شوې او د ولسمشرۍ د کاندیدانو ور اخوا د ولسمشر کرزي دواړو مرستیالانو او د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کړی وو.

پدې کتنه کې ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي، چې یو له بل سره د رائیو د تفتیش د چټکولو په سر مرسته وکړي ترڅو د نوي ولسمشر لوړه ژر ترسره شي.

ښاغلي کرزي پدې غونډه کې ویلي، چې افغان حکومت د لوړې مراسمو ته پوره چمتوالی لري او له کاندیدانو یې هم غوښتي چې ددې مراسمو له ترسره کولو سره مرسته وکړي.

پدې ناسته کې دا ډول ویل شوي، چې د ټاکنو اوږدېدلو د خلکو په ژوند منفي تاثیر کړی دی او باید د ټاکنو پروسه ژر پای ته ورسیږي.

د ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د رایو عادي تفتیش به نن پای ته ورسوي او سر له سبا به د رایو د ځانګړي تفتیش لړۍ چټکه کړي او زیات ټیمونه به په ځانګړي تفتیش وګماري.

ددې کمیسیون چارواکو وویل، د تفتیش له پيله تر تېر ماښامه پنځلس زره او اته سوه پنځوس د رایو صندوقونه تفتیش شوي او د عادي تفتیش زر صندوقه چې پاتې دي نن به یې تفتیش کړي.

د ټاکنو د کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وویل، همدا نن تمه ده چې د رایو عادي تفتیش خلاص شي بیا به د رایو په ځانګړي تفتیش چې شپږ زره صندوقه کیږي، په زیاتو ټیمونو کار پیل شي.

ښاغلي هوتکي دا هم وویل، چې د ټاکنو کمیسیون به سر له سبا د رایو په چیک لستونو یا تفتیش شويو رایو پرېکړې په علني ډول پيل کړي، او د رایو په تفتیش به تصمیمونه ونېول شي، چې کومې رايې پاکې او کومې ناپاکې دي.

ښاغلي هوتکي وویل ‪"‬سبا ته به د تفتیش شویو رایو په چیک لستونو کمیسیون خپلې علني پرېکړې پیل کړي، پدغو علني غونډو کې به د کاندیدانو استازي، ناظرین او رسنۍ برخه ولري.‪"‬

په همدې حال کې د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور بیا وویل، چې څه باندې اته زره چیک لستونه سیستم ته داخل شوي، چې څلور زره یې ارشیف او د کمیسیون پرېکړو ته تیار دي.

ښاغلي نور وویل، چې څه باندې شپږ سوه پنځوس صندوقه چې د خاص تفتیش وو، هم بیا شمېرل شوي دي.

هغه وویل : ‪"‬ټیمونه زیات شوي، چې په خاص تفتیش کار وکړي، اوس اویا ټیمه په خاص تفتیش کار کوي، سبا ته به دا نوي ټیمونو ته ورسیږي.‪"‬

د ټاکنیزو ټیمونو استازو وویل، چې دوی د عادي تفتیش د پای ته رسېدو خوښ دي خو خاص تفتیش دې هم ګړندی شي.

بل لورته عام خلک وايي، ورځ په ورځ د ټاکنو ځنډېدل د دوی په ژوند منفي تاثیرات اچولي او د ټاکنو د ژر پای ته رسولو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG