د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د ټاکنو د رائیو د باطلولو لړۍ پیل شوه


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا نن د دوشنبې په ماسپښین د یوې علني غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د ټاکنو د تفتیش شویو رائیو د باطلولو یا له پاکو رائیو نه د ناپاکو رائیو د جلا کولو لړۍ ، له دې بهیر سره د ټاکنیزو ټیمونو د مخالفت سره سره پیل شوه.

د تفتیش شویو رائیو د چیک لستونو په تړاو د پرېکړو دا لړۍ د کمیسیون غړو په داسې حال کې پيل کړه، چې د ټاکنیزو ټیمونو ورسره مخالفت وښود او راضي نه ول.

نن ماسپښین دوه بجې د رایو د نتایجو د جدولونو په سر علني غونډې د ملګرو ملتونو د استازو، نړیوالو او کورنیو څارونکو له خوا څارل کېدې.

د تفتیش شویو رایو د نتایجو د جدولونو د پرېکړې له پيل مخکې د ټاکنو کمیسیون وویل، دا لړۍ دې پورې تړلې چې د دواړو کاندیدانو ټیمونه ورسره څومره همکاري کوي، خو د رایو د باطلولو د لړۍ له پیله ایله دوه ساعته وروسته د دواړو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه له دغه پیل ناخوښه وو.

د ټاکنو د کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي خبریالانو ته وویل ‪"‬نن مونږ په علني غونډه کې د ۳۶۴۸ چیک لستونو چې رايې یې تفتیش شوي دي، پرېکړې کوو، دا چیک لستونه له سیستم تېر شوي، اته واړه مرحلې پرې تېرې شوي، په علني غونډه کې به ناظرین، د کاندیدانو استازي برخه ولري، مونږ هره پرېکړه چې کوو، د ټولو په مخ کې یې کوو، او معلومات مو ۲۴ ساعته مخکې شریک کړي دي.‪"‬

ښاغلي هوتکي وویل، تر نننه پورې ۵۹۰۰ چیک لستونه له ټولو مرحلو وروسته ارشیف شوي دي، یعنې د کمیسیون پرېکړو ته تیار دي، خو په سیستم کې تر کار لاندې د چیک لستونو شمېر له نهو زرو هم اوړي.

هغه وویل، د ۳۶۴۸ چیک لستونو د ۲۸۷۶ د ټولو مرحلو وروسته عادي ثابت شوي، ۸۷۶ محلونه بیا شمېرنې ته تللي دي، ۷۲ محلونه د رایو د تفتیش په اساس رايې باطلې شوي دي. هغه پدې تړاو چې څومره رايې باطلې شوي زیات جزئیات ور نه کړل.

خو ښاغلي هوتکي وویل، که کوم کاندید د دوی په پرېکړو شاکي وي، نو د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره دې شکایتونه درج کړي.

ښاغلي هوتکي دا ډول وویل، چې ښايي نن د رایو عادي تفتیش پای ته ورسیږي، هغه وویل تر اوسه د عادي تفتیش له لارې د ۱۶۳۶۴ صندوقونو تفتیش شوی دی.

د ټاکنیزو ټیمونو غبرګون

خو بل لورته د ټاکنیزو ټیمونو استازو وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د دوی د استازو په مخ کې دا غونډه نده پیل کړي او دوی ترې خوښ ندي، د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي داود سلطانزوی او د عبدالله عبدالله د ټیم غړي انجنیر عاصم وویل، چې دوی په جریان کې نه وو.

د یوناما هرکلی

خو بل لورته د یوناما مشر د ټاکنو د کمیسیون له لورې د تفتیش شويو رایو په نتایج د پرېکړو د لړۍ د پيل هرکلی وکړ، او له دواړو کاندیدانو یې وغوښتل چې ددې لړۍ احترام وکړي او غیر واقعي څرګندونو نه دې ډډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش په هغه اعلامیه کې چې د یوناما له خوا د رسنیو په واک کې ورکړل شوې، ویلي چې د دې لړۍ پيل د پاکو او ناپاکو رایو د جلال کولو لپاره مهمه ده.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي، چې د ۳۶۴۴ د رایو د صندوقونو په تړاوو چې نن پرېکړې کېدې له دې جملې ۷۹ په سلو کې یې پاکې رايې دي، ۲۱ فیصده یې داسې رايې دي چې غیري قانوني کړنو سره مخ شي، د ۷۲ صندوقونو رايې باطلې شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې نننۍ د رایو جدولونه د دواړو کاندیدانو او ناظرینو له تفتیش شوي، سیستم ته داخل شوي او اوس یې په اړه کمیسیون پرېکړې کوي.

پدې اعلامیه کې یو وار بیا د یوناما مشر له دواړو ټاکنیزو ټیمونو غوښتي، چې د ټاکنو له کمیسیون سره ښه همکاري وکړي ترڅو د رایو تفتیش ژر پای ته ورسیږي.

شکایتونو کمیسیون

بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن د رایو د باطلولو د لړۍ له پیل نه وړاندې په دواړو کاندیدانو غږ وکړ، که د ټاکنو د کمیسیون له پرېکړو خوښ نه وي، نو کولای شي، چې له دغه کمیسیون سره خپل شکایتونه درج کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کاندیدانو ته ۲۴ ساعته مهلت ورکړ، چې خپل شکایتونه ورسره درج کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل، د دوی کمیسیون اړ دی چې شکایتونو ته په ۴۸ ساعتونو کې رسیده ګي وکړي.

ښاغلي محسني له کاندیدانو وغوښتل دا چې د رایو سل په سلو کې تفتیش شوی دی، نو که شکایتونه کوي، یا دې کم وي او یا هم مستند دې وي.

ښاغلي محسني وویل ‪"‬هرڅومره چې شکایتونه لږ وي، مونږ به هم خوښ وو، بله دا چې خلک د ټاکنو د نتایجو اعلان ته منتظر دي، چې ژر ټاکنې اعلان شي، ددې ترڅنګ د رایو سل په سلو کې تفتیش شوی دی.‪"‬

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو نتایج به د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته اعلان شي.

ښاغلي محسني وویل، د کابل او ننګرهار د ولایتي شوراګانو استئناف غوښتنې لا هم پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د جمهوري ریاست د تفتیش شویو رایو د باطلولو د لړۍ پیل وکړ، چې لا هم د رایو ځانګړی تفتیش ډېر پرمخ ندی تللی او ولسمشر حامد کرزي د سنبلې تر یوولسمې د نوي ولسمشر د لوړۍ مراسمو ته مهلت ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG