د لاس رسي وړ اتصالات

دواړه کاندیدان یوه بله ګده کاري ډله جوړوي


ارشیف
ارشیف

د جمهوري ریاست ټاکنیز ټیمونه وایي چې ټاکل شوې ده چې نن بیا د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر سره خبرې وکړي.

دا ټیمونه وایي چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د پنجشنبې د ماښامنۍ ناستې وروسته په پام کې ده چې نن ماسپښین بیا دا دواړه مشران سره وګوري او د ملي وحدت د حکومت په باب سره وغږیږي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د رایو د پلټنې د بهیر نه ددې ټیم د وتلو وروسته اوس دا ټیم د خپل مقابل ټیم سره د خبرو یو نوی پړاو پیل کړی دی .

ښاغلی اوریا وایي چې تیرې ورځې په خبرو کې د یوې ګډې کاري ډلې په جوړیدلو موافقه شوې ده.

ښاغلی اوریا وایي " ددواړو کاندیدانو ترمنځ د تیرې ورځې په کتنه کې په یوه ګډه کاري ډله موافقه وشوه چې دا ډله به په ځینو مسلو تخصصي کاروکړي".

هغه وایي چې دا کاري ډله به ددواړو ټیمونو ترمنځ لانجمنو مسلو ته د حل د لټولو لپاره کار وکړي او دواړو ټیمونو ته به ددغسې مسلو په هکله مشورې وړاندې کړې.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم یو ویاند محمد صدیق پتمن هم امریکا غږ ته وویل چې ښاغلي احمدزي تیره ورځ د ښاغلي عبدالله سره د هغه په کور کې وکتل او د ټاکنو په تړاو یې په یو لړ مسلو ورسره خبرې وکړي.

د دواړو ټیمونه وایي چې د خبرو اساسي مسله د اجرئیوي رئیس د واک مسله ده خو د ښاغلي احمدزي ټاکنیز ټیم وایي چې د ټاکنو د رایو د پلټنې د بهیر نه د ښاغلي عبدالله د ټیم د وتلو وروسته د ملي وحدت د حکومت د مسلي سربیره یو بله مسله چې اوس دا مشران پرې خبرې کوي هغه د ټاکنو د مشروعیت مسله ده.

عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د جولای په ۱۲د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو پر سر سره موافقه وکړه چې له مخې یې د ټولو ۲۲۸۲۸ رایو صندوقونو بیا پلټنه د ملګروملتونو او نړیوالو څارونکو په وړاندې پیل شوه.

همداشان ددغې موافقې له مخې هر هغه کاندید چې په ټاکنو کې دوهم ځای ونیسي هغه ټیم ته به د اجراییوي رییس څوکۍ ورکول کیږي.

خو اوس یوه ستونزه د ټاکنو د بهیر نه د ښاغلي عبدالله د ټیم وتل دي چې د ټاکنو د څار دډلو په وینا د ټاکنو د مشروعیت د منلو پرته یې د نوي حکومت جوړیدل هم تر پوهتنی راوستی دی.

د کاندیدانو د ګډون پرته د پلټنې دوام

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د د کاندیدانو د استازو د ګډون پرته پلټنه دوام لري

او د تیرې شپې تر اتو بجو د رایو د پلټنې بهیر ۷۶.۲۵ فیصدو پورې پرمخ تللی دی.

ډ ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اوس یوازې ۴۹۶۳ صندوقونو پلټنه لا پاتی ده چې د ښاغلي نور د وینا له مخې به تر راتلونکو څو ورځو دا پلتنه هم بشپړه شي.

ښاغلي نور د ملګروملتونو نه وغوښتل چې د خپل کارکونکو شمیر زیات کړي ترڅو د پلټنې بهیر ژر بشپړ شي.

هغه وویل چې نن ماسپښین به بیا د رایو د باطلولو په باب دا کمیسیون یوه بله علني غونډه جوړه کړي.

ښاغلي نور وویل، دا غوڼده د رایو د ۳۰۰۰ صندوقونو په باب پریکړه کوي چې ددغو رایو څومره یې د اعتبار وړ دي او څومره یې نه دي او څومره صندوقونه بیا پلتنې ته لیږدول کیږي؛.

هغه وویل چې تراوسه د ټولو پلټل شوو رایو ۸۲ فیصدو چک لستونه د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون په سیستم کې داخل شوي دي.

ښاغلي نور وویل چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون هره ورځ دواړه ټاکنیز ټیمونه د رایو د پلټنې او باطلولو د بهیر نه په لیکلې بڼه خبروي.

XS
SM
MD
LG