د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني افغان ژباړونکي په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي


د امریکا سفارت مخې ته د پخوانیو افغان ژباړونکو لاریون
د امریکا سفارت مخې ته د پخوانیو افغان ژباړونکو لاریون

یو شمیر پخوانيو افغان ژباړونکو چې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی نن په کابل کې د امریکا د سفارت پر وړاندې لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دا هیواد باید د دوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

دغه ژباړونکي چې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره یې شعارونه ورکول غوښتنه کوله چې د امریکا کانګرس چې د افغان ژباړونکو د ویزو په برخه کې کومه فیصله کړې ده ، دوی ته دې هم امریکا ته د تللو امکانات برابر شي.

د افغان ژباړونکو د دې لاریون یو تنظیمونکي سعید امریکا غږ ته وویل چې په تیرو لسو کلنو کې یې له امریکايي ځواکونو سره په سختو شرایطو کې دندې ترسره کړي دي دا اوس یې دندې هم له لاسه ورکړي او ژوند یې هم په خطر کې دی.

ښاغلی سعید وايي "که څه هم مونږ له امریکايي ځواکونو سره لږترلږه لس کاله کار کړی دی خو د نا معلومو لاملونو له کبله مو دندې له لاسه ورکړي دي او آن په تور لست کې هم شامل شوي یو".

په ورته وخت کې د محمد شفیق په نوم یوه پخواني افغان ژباړونکي امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره په پوځي عملیاتو کې زیات شمیر افغان ژباړونکي معلول او معیوب شوي او آن ډیرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وايي که څه هم یو شمیر افغان ژباړونکو وروسته له هغې چې له امریکايي ځواکونو سره خپلې دندې پای ته رسولي ورته په امریکا کې د ژوند کولو زمینه هم برابره کړې شوې، خو لا اوس هم په سلګونه داسې کسان شته چې بې سرنوشته په افغانستان کې پاتې دي.

ښاغلی شفیق وايي " اوس موږ راغلي یو چې زموږ په هکله دې تحقیق وکړي که چیرته زموږ د تیرو کړنو په هکله څه اسناد لري زموږ کار دې نه کوي او که چیرته بې ګناه یو بیا زموږ غم دې وخوړل شي څلور میاشتې کیږي دغه کار پسې ګرځو څوک مو خبره نه اوري".

د افغان ژباړونکو د نننۍ مظاهرې په هکله په کابل کې د امریکا سفارت تراسه څه نه دي ویلي. دمخه هم افغان ژباړونکو په کابل کې د امریکا او برتانیا سفارتونو مخو ته لاریونونه کړي وو.

دغو افغان ژباړونکو دا لاریون وروسته له هغې کړی چې په دې وروستیو کې د امریکا کانګرس اعلان کړی چې هغو افغان ژباړونکو ته په امریکا کې د اوسیدو لپاره ویزې ورکړي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ سره کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG