د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله او احمدزي ترمنځ نن بله ناسته وشوه


ارشیف
ارشیف

یوناما وایي چې ددغې ادارې مشر یان کوبش شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست دوو کاندیدانو ته د ټاکنو د روان بهیر په باب معلومات ورکړي چې په کابل کې د امریکا سفیر هم په کې ګډون درلود.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د هیت دفتر یوناما په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې دا غونډه د افغانستان د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو په غوښتنه جوړه شوي وه چې په ترڅ کې ځانګړي استازي یان کوبش دغو دواړو کاندیدانو ته د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون او د ټاکنو د څارنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو د ډلې مشر له خوا برابر شوې معلومات وړاندې کړي دي .

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه هم وایي ددې غونډې وروسته دواړو کاندیدانو هم په خپلو منځو کې سره په یو لړ هغو مسلو خبرې کړي چې لا تراوسه پرې دواړه ټیمونه موافقه نه لري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند طوفان وزیري امریکا غږ ته وویل چې دی ددواړو کاندیدانو ترمنځ د نن ورځې خبرو د نتیجو په باب ډیر هیلمن نه دی.

ښاغلی وزیري وایي "تر اوس دمه پورې مذاکرات دوام لري او کومه خاصه نتیجه یې نه ده ورکړي".

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند محمد صدیق پتمن امریکا غږ ته ددغې کتنې په باب وویل د مقابل ټیم د مشر سره ددوی د ټیم د مشر د خبرو اصلي ټکې په راتلونکي حکومت کې د اجرائیوي ریس د واک مسله ده چې د ښاغلي پتمن په وینا مقابل ټیم په دې نظر دی چې اجرائیوي ریس به د کابینې مشرۍ هم کوي.

ښاغلی پتمن وایي " د افغانستان اساسي قانون په ډیر صراحت سره جمهور رئیس د دولت د رئیس او د حکومت د رئیس په حیث تسجیل کړی دی نو په دغه صراحت باندې د اساسي قانون نه عدول به د حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولې".

خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند سید اقا فاضل سنچارکي وایي چې له کله نه چې دا ټیم د رایو د پلټنې د بهیر نه وتلی اوس دا ټیم د خپل مقابل ټیم سره په یوه نوي پړاو کې خبرې ترسره کوي.

ښاغلي سنچارکي امریکا غږ ته وویل "اوس چې دغسې یو بهیر شتون نلري نو باید دواړه ټیمونه د یو نوي چوکاټ په باب سره خبرې وکړي، زمونو تصور دا دی چې مونږ په ښه او ګټونکي موقیعت کې یو مقابل ټیم ته مو ویلي چې ددغه نوي چوکاټ په باب خپل نطریات وړاندې کړي".

د اتیاوو فیصدو نه پورته د رایو پلتنه

ددغو کاندیدانو ترمنځ د راتلونکي حکومت د جوړیدلو په سر دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي تر راتلونکو پنخه شپږ ورځو کې به د ټاکنو د رایو د پلټنې بهیر بشپړ شي او پایلې به اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د شنبې په ورخ خبریالانو ته وویل چې د تیرې شپې تر اتو بجو د پلټل شوو رایو اندازه ۸۰.۶۸ فیصدو ته رسیدلې ده.

نورمحمد نور وویل چې اوس یوازې ۴۴۲۴ صندوقونو پلتنه لا پاته ده.

ښاغلي نور وویل "د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د افغانستان له خلکو یوازې څو ورځې غواړي چې د ګوتو په شمیر ورځې به هیڅکله میاشتو او اونیو ته اوږدې نه شي او دا د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون وعده ده چې دابهیر ژر پای ته رسوي او وروستۍ پایلې اعلانوي".

همداشان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند وویل چې دا کمیسیون د دوهم پړاو د ټاکنو په نوي مهالویش کار کوي چې د بشپړیدلو سره سم به افغان حکومت او د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته وسپارل شي.

ښاغلي نور وویل چې دا مهالویش به د ټاکنو د پایلو د اعلان نیټه هم ځانګړې کړي.

د بلې خوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي چې دا کمیسیون سبا ته د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د رایو د ۶۹ باطلو شوو محلونو د پریکړې په خلاف دغه کمیسیون سره د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم له خوا د ۱۵ ثبت شوو شکایتونو د ارزونې لپاره یوه بله علني غونډه جوړوي.

دا کمیسون وایي چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د رایو د باطلولو د پریکړو په باب ورسره د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم هیڅ شکایت ثبت کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG