د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو په سرمشریزه کې به د دفاع وزیر گډون وکړي


(ارشیف)
(ارشیف)

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت د شورا په غونډه کې دا پرېکړه کړې چې د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله خان محمدي د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب گډون وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي دي، که د ناټو تر سرمشریزې پورې نوی ولسمشر معلوم نه شو، نو بسم الله خان محمدي به د یو پلاوي په مشرۍ د اوسني حکومت په استازیتوب ګډون کوي.

د ناټو سرمشریزه په پام کې ده ددې اونۍ تر پایه د انګلستان په ویلز کې دایره شي.

له وړاندې ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، چې دی به پدغه غونډه کې ګډون و نه کړي.

د افغانستان د ټاکنو په لانجو کې منځګړو اړخونو، په تېره بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د دواړو نوماندانو ترمنځ یې روغه کړې وه، د اګسټ په لومړۍ اونۍ کې ویلي وو، چې دی تمه لري، د ټاکنو لانجه ژر اواره شي، نوی افغان ولسمشر لوړه وکړي او د ناټو د ویلز په غونډه کې د افغانستان د ولسمشر په توګه برخه واخلي.

نړیوالې ټولنې تمه لرله چې نوی افغان ولسمشر به له نړیوالو ټولنې سره خپل تعهدات تازه کړي او د نويو اړیکو د پرانستو لپاره به یوه پاڼه پرانیزي.

خو لا هم د ټاکنو تفتیش پای ته ندی رسېدلی او معلومه هم نده چې نوی افغان ولسمشر به د ټاکنو په اساس کله لوړه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د ویلز په غونډه کې د سترجنرال بسم الله خان محمدي ګډون اغیز لري، او د ویلز په غونډه کې د افغانستان په اجنډا کې د نړیوالو ځواکونو نوی ماموریت تر بحث لاندې دی.

افغان حکومت د ویلز له غونډې تمه لري، چې د شیکاګو د کنفرانس مرستې زیاتې کړي، د شیکاګو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې وه، چې هر کال به افغان امنیتي ځواکونو ته ۴.۱ ملیارده ډالر به د لګښتونو لپاره ورکوي.

خو اوس د افغانستان د حکومت تمه ده، چې دا مرستې په کال کې ۵.۵ ملیاردو ډالرو ته لوړې کړي.

د ناټو پدې سرمشریزه کې ددغه تړون د غړو هیوادونو ولسمشران یا لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG