د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د اوکراین لپاره نوې قوه جوړه کړه


د ناټو عمومي منشي اندریس فو رزموسن په اوکراین کې د روسیې د تجاوز او مداخلې په ځواب کې په لوړه کچه د یوې نوې چمتو قوې اعلان وکړ.

ښاغلي رزموسن پرون د دوشنبې په ورځ د بلجیم د بروسلز په ښار کې وویل چې دغه قوه چې په زرګونه عسکر پکې شامل دي، هر چیرته چې د تګ امر ورته وشي، چمتو ده چې سمدلاسه به په عاجله توګه حرکت وکړي. رزموسن وویل چې د قوې سره به د هوایي، بحري او خاصو عملیاتو د ځواکونو ملاتړ هم موجود وي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې دا قوه د چمتوالي د عمل د پلان یوه برخه چې د چمتوالي له پلوه یې د ناټو په تاریخ کې ساری ندل لیدل شوی. هغه وویل چې دا قوه به د اروپا په ختیځې برخې کې په ښکاره توګه د ناټو د موجودیت استازیتوب کوي.

تمه کیږي چې د دې قوې پلان به د ناټو په سر مشریزې غونډې په ډاګه شي چې د همدې اوونۍ په پای کې د انګلستان د ویلز په ښار کې جوړیږي.

بل پلو:

په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو مشر آندرې پورګن وایي د منسک په ښار کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې پر سر خبرو ته چمتو دی.

د خبرو لومړی پړاو پرون د دوشنبې په ورځ د کوم خاص پرمختګ پرته پای ته ورسیده خو ښاغلی پورګن چې ځان د دونیڅک د جمهوریت او د روسیې د طرفدراه بیلتون غوښتونکو مشر ګڼي، وایي که چیرته ورته زیاته آزادي ورکړل شي، هغوي دیته زړه ښه کوي چې د اوکراین یوه برخه واوسیږي.

د اوکراین چارواکو تر اوسه پدې باره کې تبصره نده کړې.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو د دوشنبې په ورځ روسیه پدې هیواد په ښکاره تجاوز کولو ملامته کړله.

ناټو داسې اټکل کوي چې لږ تر لږه زر روسیې عسکر په اوکراین کې دي خو روسیې بیا دا خبره په مکرر ډول رد کړیده چې ګواکې د هغوي عسکر په اوکراین کې موجود دي.

د اوکراین یوه ویاند وایي پوځ عسکرو ته امر کړیدی چې د روسیې د ټانک یوې قطعې په خلاف د ناکامه عملیاتو نه وروسته دې، د لوهانسک ښار ته نږدې د هوایي ډکر نه په شا شي. دا ښار د یاغیانو په لاس کې دی.

ویاند وایي چې د یکشنبې د ورځې راپدیخوا د اوکراین 7 عسکر وژل شوي او 25 نور ټپي شویدي.

XS
SM
MD
LG