د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې خلک د ټاکنو د پایلو ژر اعلانیدل غواړي


ننګرهار کې د سه شنبې د ورځې غونډه
ننګرهار کې د سه شنبې د ورځې غونډه

شاوخوا زرو تنو قومي مشرانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او دبېلابېلو سياسي اومدني ټولنو استازو نن په جلال ابآد ښار کې ديوې پراخې غونډې پرمهال د ټاکنو له کميسيونه وغوښتل چې دټاکنو پايلې دې ژر ترژره پرخپل وخت اعلان کړي.

دغو مشرانو له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه لرله چې درايو شمېرنې له بهيره دې په بې پريتوب څارنه وکړي او دکوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي.

د ننګرهار ولايتي شورا استازى نصرت الله ارسلا دې غونډې ته وويل چې دوى له افغان حکومت غواړي چې د يوشمېر هغو کړيو مخیوی وکړي چې په خپلو خبرو سره عامه ذهنيتونه خرابوي.

د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ قومي مشر معلم ګل محمد لقماني اشنا راډيو ته وويل چې دوى به په ننګرهار او حتى ختيزو ولايتونو کې دافغان حکومت او خلکو پر وړاندې هيڅ چاته د يو وړوکي حرکت اجازه هم ورنه کړي او ددې ولايتونو د امنيت لپاره به خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

د ننګرهار يو بل قومي مشر او پخوانى جهادي قوماندان زمري احمدزي د بلخ د والي عطامحمد نور د هغو څرګندونو پر وړاندې چې په هېواد کې به نارنجي کودتا وکړي، وويل چې دوى به په سيمه کې د هر ډول کودتاو مخنيوى وکړي.

دغې پراخې غونډې تر ماسپښين يوې بجې دوام درلود.

په غونډه کې دولسمشرۍ د نوماند اشرف غني احمدزي سلګونو پلويانو هم ګډون درلود.

ددويم پړاو ټاکنو وروسته دا لومړنۍ غونډه ده چې دټاکنو دپايلو د ژر تر ژره اعلان په اړه په دې ولايت کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG