د لاس رسي وړ اتصالات

د پغمان د جنسي تیري عاملین به په علني توګه سزا وویني


 په خوست کې د جنسي تیري د پیښې د غندلو لپاره مظاهره
په خوست کې د جنسي تیري د پیښې د غندلو لپاره مظاهره

په داسې حال کې چې د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي په پغمان کې د جنسي تیري د پیښې د عاملینو ته یې د اشد مجازات غوښتنه کړی، جمهورریس حامد کرزي د ښځو یوې ډلې ته د شنبې په ورځ ویلي چې د جنسي تیري د پیښې په عاملینو به د محکمي حکم په علني توګه تطبیق شي

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د پغمان په ولسوالۍ کې د نږدې دوو اونیو وړاندې په څلور ښځو د جنسي تیري د پیښې د عاملینو دوسیه د افغانستان سترې محکمي ته نن استولې چې په کې د پیښې عاملینو ته د اشد مجازات غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ددغې دوسیې په باب د معلوماتو په وخت وویل چې په دغه پیښه کې ټول لس تنه شریک دي چې اوه تنه یې نیول شوي او درې تنه یې فراریان دي.

ښاغلي عزیزي وویل "د افغانستان او د لویې څارنوالۍ په تاریخ کې مونږ دغسې کومه دوسیه چې ثبت شوې اوسي نلرو داسې دوسیه چې په کې یو شمیر کسانو د هیواد نافذ قوانین قانون تر پښو لاندې کړي ، د وسلو په زور لاره نیول شوې ،د هیواد د ملي پولیسو له پاک ینفورم نه ګټه اخستل شوې ده ، د افغانستان د اوسیدونکو په وړاندې لاره ټړل شوې او جنسي تیرې شوی دی".

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل چې ددغو اوو تنو دوسیه نن د افغانستان سترې محکمې ته استول شوې ده چې په باب به یې ژر په یو ځانکړې محکمه کې پریکړه وشي.

عزیزي وویل چې لویې څارنوالۍ سره ددغو تورنو د جرم د ثبوت لپاره پوره اسناد شته دی.

ښاغلي عزیزي وویل " هغه لباس چې دغو کسانو د پیښې په شپه کارولي ترلاسه شوی د ښځو نه غلا شوې ګاڼه ترلاسه شوې او هم د پیښې فرباني شوو ښځو دا کسان پیژندلي دي"

هغه وویل چې تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاس رسۍ لري او محکمه کې به هم دوی ټولې قانوني اسانتیاوې ولري.

ښاغلي عزیزي وویل چې له دغو اوو نیول شوو تورنو له ډلې څو تنو یې پخوا هم ورته جرمونه کړي او په زندان کې د څو کلونو د تیرولو وروسته له بنده خوشې شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د دریو نورو تورنو د نیولو لپاره هڅې روانې دي او د افغانستان په سرحدي بندرونو کې پولیسو ته ددغو دریو تنو په باب معلومات ورکړ شوي تر څو هفوي له افغانستان بهر ته په ټیښته بریالي نه شي.

د کرزي نه د پیښې عاملینو ته د اعدام غوښتنه

د افغانستان لویې څارنوالۍ ددغو اوو تنو دوسیه په داسې حال کې د افغانستان سترې محکمې ته استولې ده چې د افغان میرمنو یوې ډلې نن په ارګ کې د جمهورریس حامد کرزي سره په کتنه کې د هغه نه د پغمان د جنسي تیري د پیښې د عاملینو ته د اشد مجازات د ورکولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر له خوا په خپور شوي بیان کې جمهورریس کرزي دغو د افغان میرمنو ته پغمان د ډله ایز جنسي تیري عاملینو ته په عام مخضر کې د سزا د ورکولو ډاډ ورکړی دی.

جمهور رئیس کرزي دغو ښځو ته په خپله وینا وویل چې ستري محکمي د ریس نه یې دغو تورنو ته د اعدام د سزا د ورکولو غوښتنه لا دمخه کړې ده.

ښاغلي کرزي وویل "زه په کلکه توګه د اعدام د سزا مخالف یم او په هر حالت کې مې مخالفت کړی دی خو دوی ته مې اعدام غوښتی دی ".

د پیښې عاملینو ته د اعدام د سزا په ملاتړ مظاهرې

ددغې پیښې په باب د افغانستان په ځینو سیمو کې یو لړ اعتراضیه غونډې جوړې شوي دي.

د جمعې په ورځ د کابل د ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې خلکو ددغې پیښې عاملینو ته د سختې سزا د ورکولو اود پیښې د غندلو لپاره مظاهره وکړه نن د خوست په ولایت کې په سلګونو کسانو ددې پیښې د غندلو او عامیلینو ته د سزا د ورکړلولو لپاره په دغه ښار کې مظاهرې کړي دي.

په خوست کې دغه مظاهرې ددغه ښار د ستر مرکزي جامع جومات څخه پيل اود خوست د استناف تر محکمې پورې يې دوام وکړ.

مظاهره کوونکو د پغمان د پیښې د عاملينو او دغه راز د افغانستان د عدلي ارګانونو پرضد شعارونه هم ورکول.

مظاهره کوونکو له جمهور رئيس حامد کرزي او عدلي او قضايي ارګانونو په کلکه غوښتنه وکړه، چې د پغمان د پیښې عاملينو ته د سزا په ورکولو کې ځنډ ونه کړي او دا کسان دې په عام محضر کې اعدام کړي.

په خوست کې د مجاهدينو د ملي يووالي اسلامي شورا مشر مولوي سردارمحمد ځدراڼ د پغمان پیښه يو وحشيانه، د بشريت ضد او نه بخښونکی عمل وباله.

هغه له جمهور رئيس څخه وغوښتل، چې د دا ډول پیښو د مخنيوي لپاره دې په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات راولي او د مجرمينو د بیرته خوشي کیدو مخه دې ونيسي.

د دې ولايت د مدني ټولنې يو بل تن غړي جمال تڼي امريکاغږ ته وويل، چې په هیواد کې مجرمينو ته د سزا نه ورکول د دې لامل شوي، چې جنايي پیښې د زياتیدو په حالت کې دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې لسو وسلوالو د پوليسو جامې يې پر تن وې، د واده له مراسمو ستنیدونکي یو شمیر کورنیو نارينه او ښځې له موټرو ښکته او د هغوی نه د قیمتي وسایلو ګاڼو د لوټلو سربیره یې په ددغو کورنیو په ښځو جنسي تیري هم وکړل.

XS
SM
MD
LG