د لاس رسي وړ اتصالات

په سعید اجمل د نړیوالو لوبو بندیز ولګیده


د کرکټ د نړیوالې شوار ماهرینو د پاکستان د نامتو توپ اچونکي سعید اجمل د توپ اچونې ټول ډولونه غیرې قانوني بللي او د کرکټ د نړیوالو لوبو نه یې بند کړیدی.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې په سعید اجمل باندې د کرکټ د نړیوالو لوبو بندیز سمدلاسه د اعتبار وړ دی خو پخپله سعید اجمل بیا وایي چې د هغه لاس په طبیعي ډول کوږ دی او ښایي چې د کرکټ نړیواله شوار به پدې برخې کې د معایناتو نه وروسته، پخپلې پریکړې د سره غور وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا هم ویلي دي چې که چیرته سعید اجمل خپل د توپ اچونې طریقه بدله کړي، نو هغه کولای شي چې زمونږ نه د بیا ارزیابۍ غوښتنه وکړي.

سعید اجمل د کرکټ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په توپ اچونکو کې لومړی مقام لري. د ټسټ او شلو شلو اورونو په لوبو کې هغه بیا په لسو غوره توپ اچونکو کې راځي. په سعید اجمل باندې بندیز لګیدل د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یو ستر ګوزار دی او ښایي چې د هغه نه شتون به د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان د لوبډلې مورال په زیاته اندازه زیانمن کړي.

د پاکستان د لوبډلې پخواني کپتان راشد لطیف وایي چې " په سعید اجمل باندې بندیز د پاکستان لپاره یوه غټه ستونزه ده ځکه چې د هغه ځای بل توپ اچونکي نشي نیولی." ښاغلی لطیف زیاتوي چې " د سعید اجمل د بندیز له وجې د کرکـټ د نړیوال جام لپاره د لوبډلې چمتوالی به د زیاتو ستونزو ښکار وي. "

راشد لطیف همدرانګه وایي " د کافي زیات وخت راپدیخوا ما په هغه دا شک درلود او زه پوهیدم چې د ټسټ په لوبو کې دا ډول توپ اچونه ژر افشا کیږي. زما په نظر چې د سعید اجمل پرته د پاکستان د کرکټ توپ اچونه ختمه ده"

د کرکټ د نړیوالې شوار ماهرینو په 2004 کال کې په یوې څیړنې کې معلومه کړې وه چې د دې لوبې تقریباً ټول توپ اچونکې کله نا کله غیرې قانوني توپ اچونه کوي مانا دا چې لاس سم نه تاووي او توپ ولي.

د دې څیړنې نه وروسته، د د کرکټ نړیوالې شوار پریکړه وکړه چې سلو توپ اچونکی ( سپینرز) به پنځه درجې خپل لاس تاووي، د منځنۍ کچې تیز توپ اچونکي به اوه نیمې درجې او تیز توپ اچونکي به لس درجې لاس تاووي.

خو وروسته بیا معلومه شوه چې د اسټرالیا مشهور توپ اچونکي ګلین مګرات او د جنوبي افریقا توپ اچونکي شان پولاک چې دواړو یې د توپ اچونې ښکاره او قانوني طریقه درلوده، خپل لاسونه یې دولس درجې تاوول نو په همدې خاطر پریکړه وشوه چې که چیرته توپ اچونکي پنځلس درجې خپل لاس تاو کړي نو د هغوي د توپ اچونې عمل به قانوني وي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG