د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان تر ټولو ستر ملي بیرغ نن په کابل کې و رپول شو


First ever Long Afghan flag
First ever Long Afghan flag

د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي نن مازیګر په داسې حال کې چې د هند د بهرنیو چارو وزیره میرمن سوشما سوارج هم ورسره ملګرې وه، د افغانستان تر ټولو ستر ملي بیرغ د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان د غونډۍ د پاسه و رپوه.

د دغه بیرغ د ستنې اوږدوالی ۷۸ متره لوړ دی او پخپله د بیرغ اوږدوالی۳۰ او سور یې ۲۰ متره دی چې په هند کې د یوې هندي شرکت په مالي لګښت جوړ شوی او د کام ایر هوایي شرکت له خوا کابل رارسول شوی او په کابل کې د یو افغان شرکت له خوا یې د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

ښاغلي کرزي په دغو مراسمو کې د هند لخوا د دغه بیرغ د جوړیدلو او د بیرغ په ساحه کې د یو تفریحي پارک د جوړیدو لپاره د دغه هیواد لخوا د یو میلیون ډالرو له مرستې څخه مننه وکړه.

په دغو مراسمو کې همدا راز د هند د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سوارج د هند د حکومت او خلکو په استازیتوب د افغانستان د دغه ستر ملي بیرغ د رپانده کیدو له امله افغانانو ته مبارکي و ویله.

میرمن سوارج وویل "زه په دغه بیرغ کې د افغانستان د خلکو یووالی او یو موټیتوب او د هغو ټولو افغانانو او سربازانو خاطرې وینم چې ځانونه یې د خپل هیواد د ساتنې په لاره کې قرباني کړي دي".

میرمن سوشما سوارج په افغانستان کې د شهیدانو اونۍ د یادولو په وخت د پخوانیو مجاهیدینو د یو قوماندان احمدشاه مسعود یادونه هم وکړه او هغه یې د هند یو ښه دوست یاد کړ.

میرمن سوارج وویل "زه دلته راغلې یم چې ستاسو په خوښۍ کې شریکه شم او له تاسو سره دغه خوښي و ویشم. زما لپاره دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د افغانستان د تر ټولو ستر ملي بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې برخه اخلم او دغه بیرغ ته سلام کوم. زه قوماندان مسعود ته سلام کوم او د هند هغو کارکوونکو ته سلام کوم چې د افغانستان د بیا رغونې په پروژو کې یې کار کولو، له منځه لاړل او خپلې ځوانۍ یې د دې هیواد په نوم کړې".

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په تیره یوه لسیزه کې د جمهور رئیس حامدکرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت لاس ته راوړنې وستایلې، هیله یې وښوده چې افغانان به په هغو ستونزو چې لا هم د هغوی په وړاندې شته برې ومومي.

میرمن سوارج وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون لرونکی لومړنی هیواد دی چې له افغانستان سره به د اوږد مهال لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دغو مراسمو کې د وزیر محمد اکبرخان په غونډۍ کې د نوموړي بیرغ په ساحه کې د یو تفریحي پارک د جوړیدو لپاره د خپل هیواد له اړخه د یو میلیون امریکایي ډالرو د مرستې اعلان وکړ هیله وښوده چې په دغه پارک کې به د ټولو هغو یادونه وشي چې د افغانستان د خپلواکۍ او سرلوړۍ لپاره د خپلو سرونو تیر شوي دي.

نوموړې ددغو مراسمو دمخه په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل .

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، او د هند د بهرنیو چارو له وزیرې په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په ملکي او پوځي برخوکې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د هند د پروژو او د یو شمیر سیمه ایزو مسایلو په باب خبرې وکړې.

دا بیان وایي چې ښاغلي کرزي آغلې سوراج ته ویلي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به هم له هند سره خپلو دوستانه اړیکو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

حامدکرزي د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته وویل لکه تاسو چې تل له افغانستان سره خپله دوستي او ملګرتیا ثابته کړې ده، افغانستان به هم تل ستاسو ترڅنګ وي.

میرمن سوراج هم جمهور رئیس کرزي ته ویلي چې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه چې هر یو د انتخاباتو په نتیجه کې د افغانستان منتخب جمهور رئیس شو، هندوستان به له راتلونکي افغان جمهور رئیس او حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

په هند کې د نوي حکومت د جوړیدلو را وروسته دا افغانستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیرې لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG