د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د ټاکنو د رایو ۱۰۰٪ تفتیش بشپړ شو


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني پدغه کمیسیون کې د رایو د ابطال د نهمې علني غونډې په مهال وویل، چې د رایو تفتیش کاملا پای ته ورسېده او د ټاکنو پایلې به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ولیږي.

ښاغلي نورستاني وویل ‪"‬د رایو سل په سلو کې تفتیش کاملا پای ته ورسېده، مونږ به د نن ورځې په وروستیو یا سبا سهار د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته خپلې پرېکړه ولیږو.‪"‬

د ټاکنو کمیسیون په خپلې نهمې علني غونډې کې ۲۷۶ محلونه چې رايې ناپاکه وې، باطلې اعلان کړې او پدې ترتیب د اتمې علني غونډې په اساس ۴۰۵ محلونو رايې چې بیا تفتیش ته تللې وې په تړاو یې پرېکړې وشوې.

له ۴۰۵ محلونو چې فني ستونزې یې درلودې، د ۴۴ محلونو رايې باوري وګڼل شوې، د ۸۵ محلونو رايې چې بیا شمېرو ته تللې وې، له سره وکتل شوې.

د ۴۰۵ محلونو له جملې د ۲۷۶ محلونو د رایو ابطال د سل په سله تفتیش له بهیر یو لوی شمېر دی چې باطلې کیږي، د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، چې ددغو محلونو د ابطال یو لوی لامل د پاڼو نه شتون وو.

ښاغلي نورستاني د ټاکنیزو ټیمونو له لورې دې اندېښنې ته چې ګواکې په زیات شمېر محلونو کې ټیک مارکونه یا نښانونه ورته وو، وویل چې ددې لپاره یې د ملګرو ملتونو په ګډون هئیت ټاکلی وو، دغه هئیت په ځینو مواردو کې مشابه نښانونه وموندل او په ځینو محلونو کې نښانونه مشابه نه ول.

ښاغلي نورستاني وویل چې نن ناوخته یا سبا وخته به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته پرېکړې لیږي، اوس نو د ټاکنیز شکایتونو د کمیسیون وار دی چې د ټاکنو په پایلو خپلې پرېکړې وکړي.

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته ۲۶ شاعته وخت ورکړی، چې د ټاکنو په کمیسیون په پرېکړو نیوکې لري، نو ور ودې سپاري.

دا کمیسیون ۴۸ ساعته وخت لري، چې د ټاکنو د کمیسیون په پرېکړو پرېکړې وکړي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش بهیر هلته پیل شو، چې د ولسمشرۍ یوه کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو د کمیسیون لومړنۍ پایلې و نه منلې او هغه یې د درغلیو رايې وګڼلې.

د عبدالله عبدالله له دغه پرېکوڼ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ منځګړیتوب وکړ، چې یوه یې تخنیکي او بله یې سیاسي اړخونه وو.

د روان لمریز کال د سرطان په ۲۶ مه د رایو تفتیش پيل شو، که څه هم دغه تفتیش کله له ودرېدو او کله له بیا پيلېدو سره مخ شو، خو بلاخره دا بهیر په فزیکي لحاظ په ۵۱ ورځو کې پای ته ورسېده.

د ټاکنو تفتیش چې ۷۵ په سلو کې بشپړ شوی وو، د کاندید عبدالله عبدالله ټیم بیا ورسره پرېکوڼ اعلان کړ او د تفتیش له بهیره هم ووتل، خو ملګرو ملتونو د اشرف غني احمدزي له ټیم وغوښتل چې هغوی هم له دغه تفتیش ووځي.

د تفتیش ددې بهیر سرپرستي د ملګرو ملتونو له لورې کېده، نړیوالو او کورني څارونکي هم پکې وو.

که څه هم دا تفتیش مخ په خلاصېدو دی، خو لا هم د عبدالله عبدالله ټیم وايي، چې د کمیسیون له لورې د تفتیش شویو رايو پایلې به و نه مني.

ددې ترڅنګ د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ سیاسي جوړ جاړی هم ندی شوی، خو نن دواړو ټاکنیزو ټیمونو وویل، چې یو لړ پرمختګونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG