د لاس رسي وړ اتصالات

هولاند: د اسلامي دولت ډله یو نړیوال گواښ دی


په پاریس کې د عراق په اړه امنیتي غونډه
په پاریس کې د عراق په اړه امنیتي غونډه

د اروپا د مهمو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران، د ملگرو ملتو پنځه دایمي غړي، د ایران نه پرته د عراق گاونډيان او خلیج هیوادونه لکه قطر، سعودي، عربستان، کویت او عربي متحده امارات د دوشنبې په ورځ په پاریس کې راغونډ شول چې د اسلامي دولت د دلې د له منځه وړلو لپاه په جگړې، سیاسي، امنیتي او بشري اړخونو باندې بحث وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د اسلامي دولت د دلې په وړاندې د مبارزې دپاره د گډ نړیوال اقدام غوښتنه وکړه "دا ترهگره ډله په ټوله سیمه، عراق او سورېې کې خوره شوې ده. دا ترهگر سرحد نه پیژني او د یو دولت د جوړولو هدف لري. دا یو نړیوال گواښ دی. نو باید نړیواله مبارزه ورسره وشي."

په داسې حال کې چې نن دوشنبې د عراق جمهور رئیس فواد معصؤم په پاریس کې د عراق په سولې او امنیت باندې متمرکزه غونډه پرانیستله، ښاغلي هولاند وویل چې وخت باید ضایع نشي.

هغه زیاته کړه "دغه کنفرانس یوازي یو هدف لري: چې نوي عراقي چارواکو ته د داعش په نوم د دغه پراخ گواښ د مبارزې په وړاندې لازم سیاسي مرستې جلبې کړو چې د عراق، منځني ختیځ او ټولې نړۍ دپاره لوی خطر دی."

د پاریس په دغه غونډې کې د اروپایي اتحادیې، ملگرو ملتو او عرب لیگ په گډون، د دیرشو هیوادو چارواکي برخه اخیستې ده. دا غونډه د اسلامي دولت په وړاندې د ائتلاف د جوړولو د هڅو برخه ده.

د امریکا دریځ

په داسې حال کې چې ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي د داعش خلاف د بریدونو او ددې ډلې د له مینځه وړلو لپاره یوه نړیواله ټلواله جوړه کړي، هغه د امریکا له کانگرس څخه ددې گام ملاتړ هم ترلاسه کول غواړي.

تر اوسه پورې امریکا د عراق په هوایي بریدونو کې یواځې و، خو د فرانسوي چارواکو په وینا فرانسې نن دوشنبې د معلوماتو د راغونډولو لپاره د څارگرو جیټ الوتکو د مرستو وړاندیز وکړ.

خو د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي په ولسمشر نیوکه کوي چې دوی ته یې په دې پلان باندې د غور او پرېکړې لپاره ډیر کم وخت ورکړی.

جمهور ریئس بارک اوباما د اسلامي دولت ډلې باندې د هوایي بمبارد دپاره د کانگرس نه د رسمي اجازې غوښتنه نده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د منځني ختیځ د مشرانو سره د څو ورځو ملاقاتونو وروسته په دغه کنفرانس کې برخه اخلي.

ښاغلي کېري د یکشنبې په ورځ وویل چې د عربي هیوادونو په گډون یو زیات شمیر هیوادونه دغې مبارزې کې د برخې اخیستو دپاره چمتو شول او که چېرې اړتیا وي د پوځي مرستو او هوایي بریدونو وړاندیز یې وکړ.

د ایران دریځ

خو د عراق جمهور رئیس فواد معصوم اسوشیتد پرس ته ویلي چې عربي زبر ځواکه هیوادو؛ لکه مصر متحده عربي امارات او سعودي عربستان ته لازم نده چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې باندې هوایي بمبارد کې برخه واخلي.

ښاغلی معصوم وایي "که دغه ډله په عراق کې ټینگه شوه، دا به د عراق، سیمې او نړۍ دپاره ډیرې ستونزې جوړې کړي. مونږ سره باید د نورو هیوادو له خوا مرسته وشي، ځکه چې دا ډله غواړي اول ځان په عراق کې ټینگ کړي او بیا نورې نړۍ پسې خوشې شي."

ایران د پاریس د غونډې په شپږویشت گډون کوونکو هیوادونو کې نشته. ښاغلي معصوم وویل د هغه په اند ایران باید دې غونډې ته غوښتل شوای وای ځکه چې د عراق سره اوږد سرحد لري او د عراق د بحران په وخت کې ایران عراقیانو سره بشري مرستې کړې دي.

د ایران روحاني مشر ایات الله خامنه یي د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د ائتلاف د جوړولو په اړوند د امریکا هڅې تشې او د علایقو په سر ولاړې وبللې. خامنه یي نن د روغتون نه د وتلو نه وروسته په یوه لنډه تلویزیوني وینا کې وویل چې د امریکا په عمل او گفتار کې خورا توپیر شته.

د ایران مشر په خپل تویتر کې هم لیکلي دي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د امریکا د جگړې هدف دا دې چې عراق او سوریه په دویم پاکستان بدل کړي.

XS
SM
MD
LG