د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ننني ځانمرګي برید درې بهرني پوځیان وژلي


Afghanistan attack kabul
Afghanistan attack kabul

افغان او د ناتو امنیتي چارواکي وایي چې د کابل په ښار کې د امریکا سفارت سره نږدې په ننني ځانمرګي برید کې د ناټو د ځواکونو درې پوځیان وژل شوي او دیارلس ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې دا ځانمرګی برید د سهار په اتو بجو او پنځلسو دقیقو د یوه موټر په واسطه چې چاودیدونکي مواد پکې ځای په ځای شوي وو، د بهرنیو ځواکونو د یوه کمپ په مخ کې شوی، او له امله یې دیارلس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خو ښاغلي صدیقي وویل چې هیڅ ملکي وګړی پدغه پېښه کې ندی وژل شوی.

صدیق صدیقي وویل ‪"‬د سهار په اته بجو او پنځلسو دقیقو برید وشو، دغلته د بهرنیو ځواکونو یو کمپ هم دی، په پېښه کې وژل شوي نه لرو، امنیتي ځواکونه هم پدغه سیمه کې نه ول.‪"‬

ښاغلي صدیقي د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل چې جزئیات په لاس کې نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، پدغه ځانمرګي برید کې ١٧ وسایط هم له منځه تللي دي.

دا پېښه د هوايي ډګر د عامې روغتیا د وزارت څلور لارې ته څېرمه د اقوامو او قبایلو چارو د وزارت مخې ته په یوه فرعي سړک کې د بهرنیو ځواکونو د یوه نظامي کمپ په مخ کې شوې ده.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په یو بیان کې په دغه برید کې ددریو بهرنیو پوځیانو وژل تاید کړي دي او ویلي دي چې دپیښې په باب پلټنې روانې دي.

وسله والو طالبانو ددې برید مسؤلیت اخېستی او ویلي یې دي چې دا برید په بهرنیو ځواکونو کړی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې دا برید د بلال په نوم ددغې ډلې د یو غړي له خوا د یو کرولا موټر پواسطه چې په افغانستان کې د سراچه موټر په نوم یادیږي ترسره شوی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل، چې برید زوره ور وو، ګڼ ټپیان یې لیدلي دي او ویجاړ شوي موټر یې هم لیدلي دي، پدغو ویجاړو موټرو کې د ملکي وګړو د سپرلیو موټر هم شامل دي.

په هرات او تورخم کې بریدونه

د ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې په هرات ولایت کې د یو بهرني پوځي روزنکي د وژل کیدو خبر ورکړی دی خو د هغه د بشپړ هویت له څرگندولو څخه یې ډډه کړې ده.

ایساف ویلي دي چې دغه بهرني پوځي روزونکی د زده کړو پر وخت د یو شخص په واسطه چې د افغان اردو یونیفورم یې پر تن و، وژل شوی دی.

ایساف همداشان ویلي دي چې دا پیښه به د افغان ځواکونو سره د دوی پر گډ کار اثر وانچوي.

له بلې خوا په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبی وایي دغه برید کوونکی د افغان پوځ سرتیری و چې رواني ناروغۍ باندې اخته و.

ښاغلی نجیبی وایي چې په دې پیښه کې د بهرني پوځي سربیره د بریدکوونکي په گډون د کوماندو د قطعې دوه سرتیري وژل شوي دي.

نوموړی وایي چې په دې هکله د افغان ځواکونو او ایساف له خوا پلټنې پیل شوې دي.

بلخوا افغان مقامات وایي د دوشنبې په ماښام په تورخم کې د ناتو ځواکونو د تانکرونو پر تم ځای باندې برید کړی او د مقناطیسي بمونو په واسطه یې له شلو څخه زیات تانکرونه سوزولي دي.

په دې برید کې د امنیتي ځواکونو او د بریدکوونکو ترمنځ لنډه جگړه شوی ده او د پیښې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG