د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ الف لوبډله د آسیايي‌ المپیک سیالیو کې ګډون کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر نور محمد مراد وايي چې په آسیايي المپیک سیالیو کې ټول شپاړس هیوادونه برخه اخلي او افغانستان له پخوا یو څلورم پړاو کې دی ځکه چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا په یولسم ځای کې موقعیت لري نو له دې کبله په ګروپي سیالیو کې نه لوبیږي.

د آسیايي‌ المپیک سیالیو په لړ کې به د افغانستان د کرکټ الف لوبډله دوه اونۍ تمرینونه هم ترسره کړي تر څو د هغه هیواد له هوا او د میدانونو له پیچونو سره بلدتیا پیدا کړي.

ښاغلی مراد وايي ددې لپاره چې افغان لوبډله په آسیايي المپیک سیالیو کې ښه وځلیږي نو د ملي لوبډلې درې لوبغاړي نبي عیسی خیل ، سمیع الله شینواری او ګلبدین نایب چې اوس مهال په استرالیا کې تمرینونه ترسره کړي ، له الف لوبډلې سره یو ځای شي.

مراد وايي "افغان لوبډله د آسیا المپیک سیالیو ته چمتو ده او هیله من یو چې تر نیمه پای لوبو او پای لوبو ورسیږو په دغه لوبډله کې حمید حسن او شهزاد محمدي هم شامل دي او له پخوا څخه ښه مقام لاسته راوړي چې تیر ځل افغانستان دویم مقام ګټلی وو او دا ځل لومړی مقام ترلاسه کړي".

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د الف کرکټ لوبډلې د جوړولو لپاره یې له تیر یوه کال راهیسې کار پیل کړی وو چې بلاخره یې وکولای شول یوه پیاوړې او تازه دمې لوبډله جوړه کړي.

په ورته وخت کې د کرکټ د الف لوبډلې لوبغاړی حمید حسن وايي چې ښه تمرینونه یې ترسره کړي دي او لوبغاړي په لوړ مرال سره په آسیايي المپیک سیالیو کې برخه اخلي.
ښاغلی حسن وايي "موږ ښه چمتوالی نیولی دی تیر ځل چې موږ فاینل بایللی وو دا ځل به کوشش وکړو چې فاینل ته لار پیدا کړو او فاینل هم وګټو اوسه پورې په دغه راز سیالیو کې کوم افغان لوبغاړي د سرو زور مډال نه دی ګټلی او زه دعا کوم چې نور لوبغاړي چې په آسیايي المپیک کې ګډون کړی دی هم د سرو زرو مډالونه وګټي".

د یادولو وړ ده چې د آسیا د المپیک سیالۍ چې اوس مهال په سویلي کوریا کې روانې دي د افغانستان د فوټبال د درویشت کلنې لوبډلې ترڅنګ به پکې د کرکټ او نورو ورزشي برخو لوبغاړي هم برخه واخلي.

د آسیا د المپیک لوبې په هرو څلورو کلنو کې ترسره کیږي چې په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان د کرکټ په برخه کې دویم مقام ګتلی وو.

XS
SM
MD
LG