د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د نجونو د والیبال ملي سیالۍ پیل شوې


د افغانستان د والیبال فدراسیون مشر یونس پوپلزی وايي چې په دغو سیالیو کې د کابل، هرات، غزني او دایکندي ولایتونو د نجونو د والیبال اته لوبډلو ګډون کړی.

د ښاغلي پوپلزي په وینا ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل دي چې په پایله کې به هغه لوبغاړې ملي لوبډلې ته وټاکل شي‌ چې ښه استعداد لري.

پوپلزی وايي چې د افغانستان د نجونو د والیبال ملي لوبډله به د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ سیالیو لپاره هم چمتوالی ونیسي چې د روان کال د ډیسمبر په میاشت کې په نیپال کې ترسره کیږي.

ښاغلی پوپلزی وايي "نن چې کومې لوبې پیل شوې دا د ملي لوبډلې د غوراوۍ لپاره دي ، موږ امید واره یو چې په دغ سیالیو کې شپاړس تنه نجونو د ملي لوبډلې لپاره انتخاب کړو او څوارلس تنه هم د ځوانانو د لوبډلې لپاره او انشاالله ملي‌ لوبډله به د ډیسمبر په میاشت کې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ سیالیو لپاره چمتو شي او په دغو سیالیو کې به اشتراک وکړي".

په ورته وخت کې د مدینې عزیزي په نوم یوه لوبغاړې وايي چې د تیرو کلنو په پرتله د نجونو د والیبال لوبې زیات پرمختګ کړی دی، خو لا هم اړتیا ده چې دوی ته ښې زمینې برابرې شي ترڅو وکولای شي د نجونو د والیبال لوبه لا نور هم پرمختګ وکړي.

عزیزي په دې هکله وايي "دغه سیالۍ په نړیوال معیار ترسره کیږي او هڅې روانې دي چې موږ د والیبال په برخه کې پرمختګ وکړو، موږ هیله من یو چې وکولای شو په بهرنیو سیالیو کې هم ښې لاسته راوړنې ولرو".

د افغانستان د والیبال فدراسیون وايي په دغو سیالیو کې د بلخ او بغلان ولایتونو ته هم بلنه ورکړل شوې وه ، خو د ځینو ستونزو له کبله دغو ولایتونو په ملي سیالیو کې ګډون ونشو کړ.

په کندهار ولایت کې د کرکټ لوبغالی جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په کندهار ولایت کې د کرکټ لوبو لپاره معیاري لوبغالی د هند هیواد په همکارۍ جوړیږي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هیواد سفیر امرسینا او د کرکټ بورډ چارواکو نن په کابل کې په دې هکله یو تړون لاس لیک کړ.

د خبرپاڼې له مخې د هند هیواد ژمن دی چې په کندهار ولایت کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړ کړي چې پکې به هر راز لوبې ترسره کیدونکې اوسي.

د هند سفیر امرسینا وايي چې د افغانستان د کرکټ له پرمختیايي برخې سره مرسته کول د نورو اړخونو ترڅنګ خورا اغیزمنه ونډه لري.

ښاغلی سینا وايي "دغې لوبې ډیر ځوانان را جلب کړي‌ دي او د یوې ملي ادارې په توګه یې په هیواد کې خپل رسالت په ډاګه کړی دی".

د افغانستان کرکټ بورډ وايي هیله من دي‌ چې نور مرستندویه هیوادونه هم په افغانستان کې د لوبو د میدانونو په جوړولو کې له دوی سره همکاري وکړي ترڅو د لوبو دمیدانونو نه شتون ستونزه په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

XS
SM
MD
LG