د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سیاسي موافقه د کړکیچ مخه نیولی شي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبش د پنجشنبې په ورځ د کابل نه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د یو ویدیویي کنفرانس له لارې د افغانستان د حالاتو په باب د خپل راپور د وړاندې کولو په وخت اندیښنه وښودله چې ممکن د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان به په دغه هیواد کې د جګړو د پیښدلو سبب شي.

یان کوبش وویل "د پایلو د تاید تر نیټې که موافقه رامنځ ته نه شي نوي خوځښتونه به رابرڅیره شي چې له ډیرې پیچلتیا او حتی د جګړوسره به مل وي ، پاته وخت لنډ دی او ددې خبرې نه مې هدف یوه یا دوه ورځې دي".

داد افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشې د ځانګړي استازي په توګه د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د ښاغي یان کوبش وروستۍ وینا وه چې هغه په کې د افغانستان ددوهم پړاو د ټاکنو د رایو د پلټنې په بهیر کې د ملګرو ملتونو د ونډي ستاینه وکړه.

نوموړی د ۲۰۱۲ له جنورۍ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دمرستو هیت دفتر یونما مشري کوي.

یان کوبش وویل چې که څه هم تر اوسه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو په سر موافقه کړی خو ددغې موافقې په جزیاتو باندې لا هم دواړه ټیمونه موافقې ته نه دي رسیدلي.

دغه سلواکي دیپلومات د ملګروملتونو د امنیت شورا ته دا و نه ویل چې که چیرې جګړه پیښه شي دا جګړه به د کومو اړخونو ترمنځ اوسې خو دایې وویل چې افغانان د اوږدو کلونو لپاره له جګړو کړیدلي دي او هغوی د خپل هیواد د راتلونکي په باب اندیښنې لري.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړې چارواکی دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د افغانستان د ۱۹۹۳ کال د جمهوري ریاست د وروستیو پایلو اعلان ته تیاریو بوخت دی.

ددغه چارواکو ویلي چې د جمعې د ورځې تر ماښامه به دا معلومه شي چې د ټاکنیزو شکایتونو د د کمیسیون له خوا چې دغه کمیسیون ته د پنجشنبې په ورځ کومې پریکړې استول شوي ددوی د تاید وړ دي او که نه.

د ټاکنو خپلواکه کمسیون مرستیال امریکا غږ ته وویل چې که چیرې دا پریکړې تاید شي نو د ټاکنو خپلواکه کمیسیون به د کاندیدانو ترمنځ سیاسي جوړجاړې ته د پاملرنې پرته وروستۍ پایلې اعلان کړي.

بل خوا تمه ده چې نن د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشران او د دولت د درې ګونو قواوو مشران د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو سره وګوري او هغوی به یو سیاسي هوارې ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG