د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله او احمدزی سېاسي موافقې ته سره نژدې شوي دي


د عبدالله عبدالله د ټېم ېو غړي فاضل سنچارکي واېې، د جمهوري رېاست دواړو کاندېدانو د ملی یوالی د حکومت د جوړولو دپاره یوې سېاسي موافقې ته ډېر نژدې شوي دي، خو دا چې د انتخاباتو وروستۍ نتېجې په څه ډول اعلان شي، په دې اړه د دوی ترمنځ اوس هم جدي اختلافات موجود دی.

ښاغلي سنچارکي، زېاته کړه، څرنگه چې د اشرف غني احمدزي ډله غواړي د انتخاباتو نتېجې همغسې اعلان شي، دا به د عبدالله عبدالله ټېم ته د منلو وړ نه وي او د د دوی ټېم به ېې قبوله نه کړي او له همدې امله به په هغه صورت کې سېاسي توافق هم گډوډ شي. همدا زمونږ سره لېکه یا وروستې حد دی.

ښاغلي سنچارکي ووېل چې "د اصلاحاتو او همپالنې د ټېم له نظره څرنگه چې د رائېو د تحقېق او تفتېش کار په واقعي توگه سر ته ونه رسېده او د انتخاباتو خپلواک کمېسون په عملی توگه په بی طرفه او مستقله ډول کار ونه کړ، له همدې کبله د کمېسون نتېجه هم د منلو او اعتبار وړ نه ده."

خو د اشرف غنی احمدزي د ټېم ېو غړي داود سلطانزوی اشنا رادېو ته ووېل چې د عبدالله عبدالله ټېم غواړي چې امتېازات تر لاسه کړي،خو د انتخاباتو د نتېجو منلو ته بیا غاړه نه ږدي.

نوموړی واېي چې د افغانستان ولس په انتخاباتو کې راېې ورکړې دي او په نتېجو باندی ځان پوهول غواړي.

دواړو ټېمونو دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د جمعې په ورځ د افغانستان د جمهوري رېاست د ارگ له ماڼۍ په ېو خپور شوي بېان کې دواړو کاندېدانو جمهور رئېس کرزي، پخوانېو جهادي مشرانو او د دولت د درې گونو قواو رئېسانو ته په سېاسی مذاکراتو کی د پرمختگ او د ملی ېوالي د حکومت د جوړولو خبر ورکړې دی.

XS
SM
MD
LG