د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي وحدت د حکومت د جوړولو موافقه لاسیلک شوه


احمدزی او عبدالله په ارګ کې نن x موافقې د لاسلیک په وخت
احمدزی او عبدالله په ارګ کې نن x موافقې د لاسلیک په وخت

د اوږده انتظار وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو نن په ارګ کې په یوه غونډه کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو یوه موافقه لاسیلک کړه چې له مخې به یې په نوي حکومت کې ګټونکی جمهور رئیس او بیالیدونکی اجرائی رئیس په توګه دندې سرته ورسوي.

ددغې موافقې له مخې به د حکومت څوکۍ د دواړو ټیمونو ترمنځ وویشل شي. جمهور رئیس به په میاشت کې یو ځل د کابینې د غونډو مشري کوي او اجرائی رئیس به هره اونۍ د وزیرانو د شورا مشري په غاړه ولري.

په ارګ کې ددغې موافقې د لاسلیک په غونډه کې د دواړو کاندیدانو او جمهور رئیس حامد کرزي د ګډون سربیره د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو د سترې محمکې رئیس او د پارلمان د دواړو مجلسونو رئیسانو هم برخه لرله.

دواړو کاندیدانو د موافقې د لاسلیک دغې غونډې ته خبرې و نه کړلې خو جمهور رئیس حامد کرزي په خپلو لڼدو خبرو کې د کاندیدانو ترمنځ د موافقې د لاسیلک که امله دواړو کاندیدانو او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله او د نوي حکومت نه یې خپل بشپړ ملاتړ څرکند کړه.

ښاغلي کرزي وویل "ډیر د خوشحالۍ احساس کوم، چې نن د افغانستان ملت د خپل آینده حکومت د جوړښت امضا ولیدله او ډیر خوشحاله یم، چې زموږ دوه محترم ورونه، محترم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی او محترم ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله په یوه افغاني تفاهم کې د دې وطن د خیر او ښیګنې لپاره او د ترقۍ او هوساینې لپاره، سره په مشوره او سلا شول او د افغانستان لپاره یې د آینده حکومت جوړښت تنظیم کړ".

ښاغلي کرزي د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي جوړجاړې د افغاني تفاهم نتیجه وبلله وویل چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ چې کوم سند نن لاسیلک شو متن ام محتوا یې پخپله کاندیدانو جوړه کړې ده.

ښاغلي کرزي وویل " دا سند، چې نن دوی امضا کړ دا د دوی ترمنځ د تفاهم سند دی، طبعآ متحوایې د دې دوو وروڼو مسوولیت دی او د دوی امضا ده. په محتوا کې موږ لاس نه درلود، محتوای یې دوی جوړه کړې ده او مسوولیت هم د دوی دی".

جمهور رئیس حامد کرزي دغو کاندیدانو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د نوي حکومت سره یې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.

ولسمشر کرزي وویل " زه، زما معاون صاحبان د حکومت ملګري زموږ د جهاد معزز رهبران او مشران د دوی سره د افغانستان د شهروندانو په توګه، د افغانستان د تبعه وو او وګړو په توګه همکار او ممد یو. که چیرې دوی له موږ څخه مشوره غوښته، موږ به په امانتدارۍ او صداقت د دوی مشورې ته آماده او تیار یو".

زموږ له خوا دوی ته د دوی د هغه اقدام په اړه د هغه ارزو په اړه ، چې دوی د افغانستان لپاره د خدمت لپاره لري، مطلق همکاري ده او مرسته ده. دوی ته بیا هم مبارکي وایم.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ ورځ ترسره شوې چې د ټاکنو یوه ورځ وروسته عبدالله عبدالله په خپل سیال ټیم په ټاکنو کې د پراخه درغلیو تورونه ولګول او دوهم پړاو د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته د ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیم د ټاکنیزو کمیسیونونو سره خپلې کاري اړیکې وشلولې او ورسره د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو بهیر هم د سختو ګواښونو سره مخ شو.

د اوږدو جنجالونو وروسته دواړه کاندیدان د جولای په ۱۲ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د سل په سلو کې د رایو د بیا شمیرلو او پلټنو په سر موافقې ته ورسیدل چې له مخې یې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه د رایو ۲۲۸۲۸ صندوقونه کابل ته راوړل شول او د ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو په وړاندې بیا له سره وپلټل شول.

خو د رایو د بیا پلټنې د بهیر په وروستیو کې د ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیم له دغه بهیر نه ووت او یو ځل بیا د ټاکنو د سل په سلو کې د رایو د پلټنې بهیر د کواښ سره مخ شو.

د امریکا او ملګرو ملتونو او د جمهور رئیس حامد کرزي د پرله پسې هڅو وروسته دغو دواړو مشرانو نن په ارګ کې د ملي وحدت د حکومت موافقه لاسیلک کړه.

XS
SM
MD
LG