د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالو د افغانستان د ملي یووالي د حکومت هرکلی وکړ


امریکا، بریتانیې، ناټو او ملګرو ملتونو د ملي یووالي د حکومت د جوړولو د موافقتنامې هرکلی کړی دی او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

سپینې ماڼۍ ویلي چې موافقتنامه به د افغانستان د سیاسي بحران د ختمولو سره مرسته وکړي.

د سپینې ماڼې نه په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې امریکا د ملي یووالي د حکومت ملاتړ کوي او د نوي حکومت سره ګډ کار ته اماده ده.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼې کې راغلي دي، لکه چې کاندیدانو د اګست د اتمې نیټې په اعلامیې کې ټینګار کړی و، د افغانستان ولس، د ښه راتلونکي لپاره، د یوه قانوني او موثره حکومت د درلودو مستحق دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ملي یووالي د موافقتنامې لاسلیک کیدل یو بریالیتوب ګنلی دی.

د رویټرز خبرې آژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې کاندیدانو د افغانستان د خلکو ګټو ته [د خپلو ګټو نه] ارزښت ورکړی دی او د افغانستان په تاریخ کې به د لومړي ځل لپاره د قدرت سوله ییز انتقال د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو سره یو ځای وشي.

د بریتانیې صدراعظم هم د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په سر د موافقتنامې هرکلی کړی دی.

په هغه بیان کې چې په افغانستان کې د بریتانیې د سفارت پر فسبوک خپور شوی دی ویل شویدي چې بریتانیا د اشرف غني احمدزي او عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو پر سر د موافقې هرکلی کوي.

په بیان کې راغلي دي چې موافقه به «د بې باورۍ فضا ختمه کړي او د قدرت سوله ییز انتقال ته زمینه برابره کړې.»

بریتانیا وايي چې د افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبيش، په یوې خبرپاڼې کې، ویلي دي: «د تېرو څو مياشتو بى باوريو د افغانستان په امنيتي، اقتصادي او حکومتي چارو منفې اغېزې کړې دي. خو اوس یې وخت دی چې د افغانستان په خاطر د ملي یووالي د حکومت موافقه ژر تر ژره عملي شي.»

یان کوبیش ویلي چې ملګري ملتونه به د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ وکړي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوغ راسموسن د ملي یووالي د حکومت د جوړولو پر سر د موافقې هرکلی کړی دی.

ښاغلی راسموسن ویلي دي چې هیله کوي چې نوی افغان حکومت به د امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.

د امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونو لاسلیکول به زمینه برابره کړې چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته، ناټو په افغانستان کې خپل یو شمیر عسکر پریږدي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې او روزنې ماموریت پيل کړي.

XS
SM
MD
LG