د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی: د ملي وحدت حکومت سهامي شرکت نه دی


د یک شنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان یوه ورځ وروسته د منتخب جمهور رئیس اشرف غني احمدزي په سلګونو پلویانو او ملاتړو په یوه لویه غونډه کې په دغو ټاکنو کې د ښاغلي احمدزي بری ولمانځه.

د کابل په اماني لیسه کې دغې جوړې شوې غونډې ته نوي منتخب جمهور رئیس د خپل بري وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې دی به د ټولو افغانانو جمهور رئیس پاتې شي.

ښاغلي احمدزي وویل "نن هغه ورځ ده چې ولس ته مبارکي وایو،‌ د افغانستان ستر ولس ته لویه مبارکي ده".

هغه وویل په اول وار کې زموږ په ځلاند تاریخ کې اقتدار د ولس د رایې په اساس د یو منتخب ولسمشر نه بل ولسمشر ته انتقالیږي.

ښاغلي احمدزي وویل ډیرو دا ګڼله چې دا کار شونی نه دی خو نن ټول ګوري چې دا کار شوی، دا کار کیږي او دلیل یې هم د افغانانو صبر او حوصله ده.

احمدزي وویل چې څوک شپږ میاشتې د ټاکنو پایلو ته حوصله کولی شي؟

نوي منتخب جمهور رئیس د خپلو پلویانو نه وغوښتل چې تیر ټاکنیز جنجالونه شاته پریږدي او راتلونکې ته مخه وکړي.

ښاغلي احمدزي وویل "سیاسي مسایل په ټوپک په تورې نه حل کیږي، موږ غواړو ټوپک ته روژه ورکړو، تاسو د جناب حضرت صاحب په هدایت باندې او نورو مشرانو، علمای کرام، خویندو ورونو په هدایت ماته ځکه رایه راکړه چې تاسو سولې او ثبات ته رایه ورکوله".

هغه د ملي وحدت د حکومت په باب په خپلو خبرو کې وویل چې دا حکومت به ټولو افغانانو ته د یو مسول حکومت په توګه کار وکړي.

ښاغلي احمدزي وویل "د ملي وحدت حکومت کوم سهامي شرکت نه دی او نه به اوسي، دا د وظایفو ویش دی نه د قدرت او صلاحیت د وظایفو ویش کارونه ښه کوي. دا به دوه سره حکومت نه اوسي یو واحد او هدفمن حکومت به اوسي".

همدا شان احمدزي وویل چې ددغه حکومت د جوړیدولو هدف په افغانستان کې د ټولو موازي حکومتونو پای ته رسول دي.

ډهغه وویل چې ده او ډاکتر عبدالله چې د ټاکنو په وخت د افغانستان خلکو سره کومې وعدې کړي عملي کوي به یې.

احمدزي وویل "سوله زموږ غوښتنه ده او سوله به راځي انشاالله و تعالی، موږ له ویر نه ستړلي شوي یو".

د افغانستان د نوي متنخب جمهور رئیس څرګندونې د هغه د پلویانو لخوا په اوږدو چک چکو او هل هلو بدرګه کیدلې.

ښاغلي احمدزي په افغانستان کې د دیني عالمانو او مخورو رول د یادونې په وخت وویل چې دی به د حکومت او جومات ترمنځ واټن منځه وړي.

هغه وویل چې د ټاکنو په وخت ډاکتر عبدالله عبدالله د پراخه اصلاحاتو غوښتنه کوله او ده پرلپسې بدلون غوښتو اوس دوی دواړه په یو ټیم کې او په یو حکومت کې کار کوي او ددغو دواړو شعارونو عملي کیدو ته به کار کوي.

منتخب جمهور رئیس وویل چې دی ځان د افغانستان د خلکو خادم ګڼي او حکومت به یې هم د خلکو بادار نه بلکې خادم اوسي.

ده د افغانستان له خلکو وغوښتل تر هغه چې دی خپلو وعدو ته ژمن اوسي ،‌ځینې ملاتړ وکړي.

دا غونډه د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر حضرت صبغت الله مجددي په دعایه وینا سره پای ته ورسیده.

ښاغلي مجددي هیله وښوده چې اشرف غني احمدزی به داسې څه ونه کړي چې دی یې د هغه د ملاتړ نه چې د ټاکنو په وخت له احمدزي کړی وو ، لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG