د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: پاکستان د ډیورنډ د کرښې رسمیت غوښت


ارشیف
ارشیف

ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت له ملکي کارکوونکو سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې وویل چې پاکستان ترې د ډیورنډ د کرښې رسمې کېدل او د بهرني سیاست کنټرول غوښت، خو هغه هیڅکله دې کار ته حاضر نه شو.

ولسمشر حامد کرزي د ارګ په ماڼۍ کې په مراسمو کې وویل په تېرو دیارلسو کلونو کې یې پراخه هڅه وکړه او شل ځله یې پاکستان ته سفرونه وکړل چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي ولې پاکستان ترې غوښتل چې د ډیورنډ کرښه رسمي کړي او د افغانستان خارجي سیاست هغوی کنټرول کړي.

ښاغلي کرزي وویل د پاکستان ملکي واکمنان غواړي چې له افغانستان سره ستونزه اواره کړي خو هلته نور قوتونه شته چې نه یې پرېږدي.

هغه وویل ‪"‬نواز شریف زما په نظر بهترین صدراعظم دی، تاسې هلته ګورئ چې د هغه د کور مخکې ته مظاهرې روانې دي او وايي چې تقلب شوی دی، په دې ټولو کې د نورو لاس دی.‪"‬

ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو پر لامل ځنډ وکړ، چې دا تړون یې ځکه ندی لاسلیک کړی چې په باور یې امریکا او پاکستان که وغواړي افغانستان ته سوله راوستی شي.

ولسمشر حامد کرزي وویل امریکا خپل اهداف لري او د خپلو اهدافو لپاره هم د سولې راوستل نه غواړي.

ولسمشر کرزي په منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي او د هغه په نومول شوي اجرائي رئيس عبدالله عبدالله غږ وکړ چې له غرب سره په اړیکو کې له احتياط کار واخلي.

خدای په اماني

ښاغلي کرزي په دغه غونډه کې وویل چې ددې اونۍ د پنجشنبې یا جمعې په ورځ به په ارګ کې خپل کور پرېږدي او نوي ولسمشر ته به یې وسپاري.

هغه وویل‪" ‬پرون ماښام مې ډاکتر صاحب محمد اشرف غني احمدزی ارګ ته را و غوښت، د ریاست جمهوري دفتر او د قصر نمبر دو الحاقیه مې وښوده، زه به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ کډه وکړم، ترمیم به شي او نوي ولسمشر به ورته کور راولي.‪"‬

ولسمشر کرزي وویل د ارګ امنیتي ساتونکي، د ارګ تشریفات او نور کارکوونکي به د نوي ولسمشر په خدمت کې وي.

ولسمشر وویل چې د نوي حکومت اجرائي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ګوري او د امنیت د زیاتولو په تړاو ورسره خبرې کوي.

په دغو خبرو کې تلوونکي جمهور رئيس وویل د چهارشنبې په ورځ به د کابینې غونډه وي، او ټول وزیران به نوي منتخب ولسمشر او اجرائي رئيس ته کاري راپورونه وړاندې کړي او بیا به هر وزیر جلا جلا راپور ورکړي.

ولسمشر حامد کرزي د اداري اصلاحاتو او د ملکي ادارو د پياوړتیا په لار کې یې په خپلو لاسته راوړنو هم خبرې وکړې وې ویل چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې هڅه کړې چې هیڅکله ملکي ادارې سیاسي نه کړي.

ولسمشر کرزي واک ته د رسېدو د مهال اداره هم یاده کړه چې هیڅ یې نه درلودل او هرڅه د بهرنیانو په لاس کې وو.

دا د ولسمشر کرزي له ملکي کارکوونکو سره د خدای په امانۍ مراسم ول او په ډاګه نده چې کله به ورته د خدای په امانۍ لوی مراسم نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG