د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د دایمي اوسیدو د ویزې لاتري


په امریکا کې د دایمي اوسیدو د ویزې یا د گرین کارت د لاترۍ د ٢٠١٦ کال پروگرام سبا ته د اکتوبر په لومړی نیټې پیل او د روان کال د نومبر تر دریمې پورې دوام کوي.

هرڅوک چې په دې پروگرام کې د گډون لپاره نوم ثبتول غواړي، نو باید په ټاکل شوې موده کې دننه خپل درخواست د انټرنیټ له لارې په دې ادرس ثبت کړي:

Dvlottery.state.gov

د یادونې وړ ده چې په کاغذ لیکل شوي درخواستونه نه منل کیږي.

د انټرنیټ له لارې د فورمې د ډکولو په پای کې د درخواست د بشپړیدو "رسید" یا سند په کاغذ چاپ او له ځان سره یې خوندي وساتئ چې وروسته بیا د خپل درخواست په هکله معلومات پرې ترلاسه کړای شئ.

د یادونې وړ ده څومره ژر چې فورمې ډکې شي هومره ښه وي، ځکه چې وروستیو ورځو کې بیا په ویب پاڼه د مراجعینو شمیر زیاتیږي او فعالیت ېې کمزوری کیږي.

د نومبر په ٣ د غرمې د دولس بجو نه وروسته درخواست نه منل کیږی.

امریکا ته د ویزې د لاټرۍ له لارې د راتلو پروگرام د امریکا د کانگرس لخوا په قانوني ډول تصویب شویدی چې هر کال ېې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او شهریت د قانون د ٢٠٣ مادې، د مهاجرت د کال ١٩٩٠ کال د تعدیل شوي قانون په اساس هر کال لږ تر لږه ٥٥٠٠٠ هغو کسانو ته ویزې ورکول کیږي چې امریکا کې ېې شمیر د نورو نه کم دی.

په کال ١٩٩٩کې د امریکا کانگرس د نیکاراگوا او مرکزي امریکا دپاره د ٥٠٠٠ اضافي ویزو برخه هم ور زیات کړیده.

څومره ژر چې فورمې ډکې شي هومره ښه ده
څومره ژر چې فورمې ډکې شي هومره ښه ده

د قرعه کشۍ د لارې ویزې ته چې ډي وي ویزه ورته ویل کیږي، سخت اصول او شرایط وضع شویدي.

د کمپوټری قرعه کشۍ د لارې د خلکو نومونه پرته د کوم توپیره راویستل کیږي.

دا ویزې په شپږو جغرافیايي سیمو ویشل کیږي چې زیاتره ېې هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې امریکا کې د هغوي د اتباعو شمیر کم ووسي.

د بنگله دیش، برازیل، کاناډا، چین، کولمبیا، ډومینکن جمهوریت، ایکواډور، السلواډور، هایټي، هند، جمایکا، میکسیکو، نایجیریا، پاکستان، پیرو، فلیپین، جنوبي کوریا، انگلستان، پرته له ایرلینډ او نورو مستعمرو، او د ویتنام، اتباع نشي کولی چې د کال ٢٠١٦ کال د ویزې د لاټرۍ د پروگرام لپاره نومونه ثبت کړي.

د یو هیواد اصلي تبعه په دې معنی چې هغه په خپل اصلي وطن کې زیږیدلی وي، که دا وخت هر هیواد کې ووسي یا تابعت ولري، هغه په دې پروگرام کې برخه اخیستی شي، لکه په هانگ کانگ، مکاو او تایوان کې زیږیدلي کسان له دې پروگرام نه گټه اخیستلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ٢٠٠٥ کال کې د ویزې د لاټرۍ پروگرام په انټرنیټي بڼه پیل کړو چې په خوندیتوب او سرعت سره کارونه پرمخ لاړ شي.

په دې لړ کې داسې ځانگړې تکنالوژي په کار اچول شوې چې هیڅوک هم په جعلي اسنادو راتلی نشي او نه د یوې نه زیاتې فورمې ډکولای شي.

د ٢٠١٦ کال د ویزې د لاټرۍ پروگرام د درخواستونو په هکله د ٢٠١٥ کال د می د میاشتې له پنځمې څخه کیدای شي د ټاکلې شمیرې په اساس خلک د خپلې غوښتن لیک په هکله په انټرنیټ کې په لاندې ادرس معلومات ترلاسه کړي.

Dvlottery.state.gov

په امریکا کې د دایمي اوسیدنې او کارکولو لپاره د ٢٠١٦ کال د ویزې د پروگرام په هکله د لاندې انترنیتی ادرس څخه معلومات ترلاسه کولای شئ:

http://travel.state.gov/content/visas/english/immigrate/diversity-visa/instructions.html

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG