د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:په امریکا کې د ایبولا د خپریدو خطر ډیر کم دی


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ویلي دي چې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو خطر د امریکا په متحده ایالاتو کې ډیر ډیر کم دی، خو په دې شرط چې ټولي مناسبي محافظوي طریقې په کار واچول شي.

ښاغلي اوباما پرون د چهارشنبې په ورځ د کابینې په یوه غونډه کې چې د ایبولا د ناروغۍ په اړه یې رابللې وه د یوه عاجل فډرالي طبي هیات دجوړیدو غوښتنه وکړه چې هغه به هر روغتون ته چې د ایبولا د ناروغ تشخیص په کي وشي سمدستي استول کیږي چې د دې تضمین وکړي چې د مخنیوي ټولي لاري چاري به په کار اچول کیږي.

هغه دا په تاکید وویل چې د ایبولا ناروغۍ ته باید نړۍ وال جدي جواب وویل شي. په دې کې د گیني، سیرالیون او لایبیریا درو هیوادونو ته چي دغه ناروغي ډیره په کې خپره شوې ده زیاتي مرستي ورکول شامل دي.

ښاغلي اوباما وویل چي د دغو هیوادونو سره مرسته کول خیرات نه دی، بلکي د امریکا د خلکو د روغتیا د پاره پانگه اچونه ده. هغه دا هم وویل چې که هلته دغه ساري ناروغي د کنټرول نه ووځي، نو هغه به په ټوله نړۍ کې خپره شي.

د امرېکا د تکزاس په اېالت کی ېوه بل روغتېاېې کارونکې ته هم د اېبولا د ساري ناروغۍ وېروس انتقال شوی دی.

دغه ناروغ چې نوم ېې نه دې ښودل شوې په هماغه روغتون کی ېې کار کوه چې د ټامس ډنکن په نوم ېو لاېبرېاېې ناروغ په کی بستري شوې و.

ډنکن تېره هفته مړ شو او لومړنې ناروغ و چې په امرېکا کې ېې د اېبولا ناروغي په بدن کی تشخېص شوه .

د تکزاس د روغتېاېې چارو مسوولېن واېي د نېنا پام په نوم ېوه ٢٦ کلنه نرسه چې د ډالاس د ښار په پري بسټېرېن په روغتون کې د اېبولا په ناروغۍ اخته شوې وه او په روغتون کی بسترې شوې ده، اوس مخ په ښه کېدو ده.

له بلې خوا د امرېکا د ناروغېو د کنټرول او درملنې مرکز د سه شنبی په ورځ اعلان وکړ که د امرېکا په هر ښار کی په کوم ناروغ کی د اېبولا وېروس تثبېت شي، دغه مرکز به په څو ساعتونو کی د ډاکترانو او نرسانو ېو مجهز ټېم هلته لېږي چې ددغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونېسي.

XS
SM
MD
LG