د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د «باور فضا» پیدا شي


ولسمشر احمدزي د یکشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سره وکتل
ولسمشر احمدزي د یکشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سره وکتل

ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د باور فضا رامنځ ته شي او دغه دواړه هیوادونه باید په یو بل د تورونو له لګولو نه ډډه وکړي.

ولسمشر احمدزي نن د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

په هغه خبرپاڼې کې چې له ارګ نه خپره شوې ده ویل شوي دي چې ولسمشر احمدزي ویلي دي چې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو لپاره یو نوی باب خلاص شوی دی.

ولسمشر احمدزي وویل چې سوله او ثبات د افغانستان لپاره مهم دي. هغه وویل چې افغانستان به اجازه ورنکړي چې خاوره یې د تروریزم په پناه ځای باندې بدله شي.

ولسمشر همداراز د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د قوي کولو خبره هم کړې ده.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له نوي حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ او ولسمشر احمدزي ته یې اسلام آباد ته د سفر بلنه هم ورکړه.

د افغانستان د حکومت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د سرتاج عزیز سره نن د یکشنبې په ورځ وکتل.

په هغه خبرپاڼې کې چې د اجرائیوي رئیس د دفتر لخوا خپره شوې ده ویل شوي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله سرتاج عزیز ته دا خبره کړې ده چې د پاکستان له لورې په افغانستان باندې د راکټونو ویشتل د دواړو هیوادونو روابط خرابوي او د راکټونو د بندولو لپاره باید دواړه هیوادونه د یو بل سره همکاري وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ کابل ته ولاړ.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د صدراعظم سلاکار به د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست وزیرسره هم وګوري.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي مستغني وویل چې «په هغو کتنو کې چې هغه به یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره ولري د دواړو هیوادونو په اړیکو او دواړو هیوادونو په وړاندې پراته امنیتي ګواښونه د تروریزم په وړاندې د ګډې مبارزې د بڼې او د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسلو په باب سره خبرې وکړي.»

جمهورریس اشرف غنې له خوا د لوړې د کولو وروسته د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت د چارو سلاکار دوهم پاکستانی لوړپوړی چارواکی دی چې کابل ته په رسمي سفر راغلی دی.

تیره میاشت د پاکستان جمهورریس مامون حسین د جمهورریس اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG