د لاس رسي وړ اتصالات

د سینې د سرطان دتشخیص لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا ده


په افغانستان کې د یکشنبې په ورځ د سینې د سرطان په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پيل شو.
په افغانستان کې د یکشنبې په ورځ د سینې د سرطان په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پيل شو.

د ولسمشر احمدزي میرمن رولا غني نن په یوې غونډې کې چې د سینې د سرطان د مخنوي او تداوي لپاره جوړه شوې وه وویل «د سینې د سرطان مخنیوی د وقایوي تدابیرو، د ښځو او کورنیو د پوهاوي، او په وخت د تشخیص او تداوۍ له لارې امکان لري.»

میرمن غني په دې باور ده چې ټول افغانانو ته باید روغتیايي خدمات برابر شي چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه را کمه شي .

په همدې غونډې کې، د افغانستان د روغتیا وزیرې ثریا دلیل وویل چې ښځې کولای شي چې د ځان د آزمویلو له لارې تر ډیره د تي یا سینې د سرطان په تشخیص او تداوي کې مرسته وکړي.

خو ثریا دلیل علاوه کړه چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې بیه ډیره جګه ده. هغې وویل چې د سرطان، په تیره بیا د تي د سرطان، د درملنې لپاره په افغانستان کې ځانګړي مراکز نه شته.

ثریا دلیل زیاته کړه چې د افغان پارلمان ملاتړ او د ملګروملتونو د سازمان او خیریه سازمانونو مرسته او همکاري به د دغې ناروغۍ تشخیص او تداوي آسانه کړي.

د روغتیا وزیرې وویل چې په دې برخې کې باید بودجه ځانګړې شي او خصوصي روغتیایي سکتور هم مرسته وکړي.

میرمن دلیل وویل چې په راتلونکو کلونو کې باید د سرطان د مخنوي او درملنې ته باید لومړیتوب ورکول شي.

د کابل د طبی پوهنتون استاده، نوریه عطا وايي چې که څه هم ارقام نه شته خو په افغانستان کې د سرطان پیښې زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د یکشنبې په ورځ د سینې د سرطان په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پيل شو.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به داکتران او د روغتیایی خیریه موسسو کارکونکي او د سینې په سرطان اخته میرمنې خلکو ته معلومات ورکړي او د خپلو تجربو په اړه به ورته ووايي.

د افغانستان د بشری حقونو د سازمان مشره سیما ثمر وايي د سینې د سرطان په اړه پوهاوي باید د افغانانو بشري حق وپیژندل شي او د ناروغانو د درملنې لپاره یی باید لازم ګامونه واخیستل شي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG