د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: کردانو ته د وسلو د انتقال غوښتنه نه منو


د کوباني د ښارګوټي پر سر د کردانو او اسلامي دولت د ډلې د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
د کوباني د ښارګوټي پر سر د کردانو او اسلامي دولت د ډلې د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان وايي چې په سوریې کې کُردانو د وسلو د انتقال په برخې کې به د امریکا غوښتنې ونه مني.

د سوریې د کوباني په سرحدي ښارګوټي کې کردان د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جګړه کوي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې «دا به ډیره غلطه خبره وي چې زموږ څخه دا تمه وشي چې د خپل ناټو د سازمان ملګري امریکا ته د دغه ډول ملاتړ په اړه هو ووایو.» هغه ویلي دي چې د دغسې یوې غوښتنې ته مثبت ځواب امکان نه لري.

ترکیه پدې نظر ده چې په سوریې کې کُردي جنګیالي د کردستان د کارګر ګوند (PKK) برخه ده چې د تیرو دیرشو کالونو راپدیخوا د ترکیې د حکومت په خلاف یې بغاوت کړیدی. ترکیه PKK تروریستي ډله ګني.

د ترکیې د اناتولیا سرکاري خبرې اژانس نن د یکشنبې په ورځ د ښاغلي اردګان له قوله ویلي دي چې «په سوریې کې کُردي جنګیالي او PKK دواړه یو شان دي او مونږ به هغوي ته د وسلو انتقال ته اجازه ورنکړو.»

د وسلو د انتقال سره مخالفت به ښایي چې د ترکیې او امریکا په اړیکو کې ستونزې پیدا کړي او هم به د اسلامي دولت د ډلې سره د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو هلې ځلې ټکنۍ کړي.

د کوباني جګړه:

امريکايې چارواکي وايي چې د ایتلافي ځواکونو جیټ الوتکو د شنبې په شپه په سورېې کې د اسلامې دولت د ډلې په مرکزونو اته بریدونو کړې دی.

په عین وخت کې، د سوریې د کوباني د سرحدي ښارګوټي د کنټرول پر سر جګړه روانه ده.

په کوبانې کې کردي ډاکټرانو ویلې دی چې د یکشنبې په ورځ په جګړو کې لږترلږه څلورکسان ټپیان شوي دي.

کردي منابعو د امریکا غږ خبریال سکاټ باب ته ویلې دی چې د کوبانې وضعیت اوس د ښه کیدو په حال کې دی. دغو منابعو ویلي دي چې کردانو د کوباني په شاوخوا کې د څو کلیو کنټرول بیرته په لاس کې اخیستی دی.

د اسلامې دولت د ډلې وسله وال د کردانو سره په جګړې بوخت دي او هڅه کوي چې د کوباني د ښارګوټي کنټرول تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG