د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت: د ښځینه پولیسو شمیره زیاتوو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په چوکاټ کې د ښځینه پولیسو د هماهنګۍ شورا جوړه کړه چې د ښځینه پولیسو ستونزي به رابرسیره کوي او د چارواکو په مرسته به ورته د حل لاره لټوي.

د کورنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال مسعود عزیزی وايي هوډمن دي چې سږکال به په پولیسو کې د ښځو شمیره زیاته کړي " سږ کال به خپل تعداد ۵۰۰۰ تنو ته رسوو او په راتلونکي نورو ۵ کالو کې به لس زره تنه ښځینه پولیس زموږ په لیکو کې کار وکړي.

دا مهال د پولیسو په لیکو کې یو شمیر میرمنې فعاله دي، خو د افغانستان په دودیزې ټولنه کې چې د ښځو د کار په وړاندې خورا غتې ستونزې پرتې دي د پولیسو لیکو ته د میرمنو ورداخلیدل لاهم ستونزمن بریښي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال په دغه لار کې د خلکو د ذهنیتونو بدلون اړین بولي " که په کابل کې یو که په ولایاتو کې، دا مسولیت موږ په یوازی سر نشو ادا کولاې تر هغه ساعته چی زموږ سره مدنی ټولني مطبوعات او په ولایاتو کې د خلکو شوراګانې همکارې نه وي."

د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو، میرمنو او ماشومانو د برخې مشره مل پاسوال حکمت شاهي وايی ډیری ښځینه پولسی ېې بهرنو هیوادونو ته د زده کړو لپاره لیږلي دي " اوس موږ ۲۰۰ تنه نو جذبی میرمنی چي ۱۴ پاس دی ترکیی ته د زده کړو لپآره لیږلي دي او موږ اوس هڅه کوو چې د نوجذبه میرمنو لپاره هم د تحصیلاتو زمینه برابره کړو."

حکمت شاهی وايي تر دی دمه نږدي ۲۰ تنه ښځینه پولیسو د بیلابیلو امنیت ضد پیښو، له امله ځانونه بایللي دي.

په همدې حال کې د ښځیو چارو وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي هم په ټولنه کې د ښځینه پولیسو شتون اړین ګني. هغه وايی په ټولنه کې د ښځو د ستونزو د حل لپآره او د جرمونو د کچې راټیټولو لپاره د ښځینه پولیسو شتون هم دیر اړین کار دی .

د نورو اسلامی هیوادونو لکه ایران، عربستان او ترکیی په شان، په افغانستان کې هم د ښځینه پولیسو شتون اړین دی . څرنګه چې نن موږ ښځینه استادانو، داکټرانو او نورو چارواکو ته اړتیا لرو نو تر هغه زیات موږ ښځینه پولیسانې هم غواړو ځکه نن موږ په خپل هیواد کې د ناامنیو سره لاس او ګریوان یو که ښځینه پولیس ونه لرو نو زموږ امنیني ځواکونه به د ستونزو سره مخ شي.

په همدې حال کې د تخار د ولایت د بشری حقونو او جندر د برخې مدیره زینب مبارز د پولیسو په لیکو کې د ښځو سم نیمايي برخه غواړي او وایي " هغه ۵۰۰۰ شمیره چې د ښځینه پولیسو لپاره په پام کې ده دا کافي نده. همدارنګه چې په ټولو ادارو کې د میرمنو شمیره ۵۰ سلنه ده په پولیسو کې دې هم ۵۰ سلنه شي."

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک باون هم چې د ښځینه پولیسو د همغږي شورا په غونډه کې ېې برخه اخیستې وه وايي، دغه شورا ګانې په مرکزي حکومت کې د جوړو شویو پالیسو او د ولایتې چارواکو د کړنو ترمنځ تش ځای ډکوي. د هغه په باور ټولنیز رواجونه باید د ښځو د دغه مشارکت مخه ډب نکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي دا مهال د ښځینه پولیسو د همغږۍ دغسې څلوري شوراګانې شته چې ډیره رسمي بڼه نلري او په آزمایښتي ډول جوړې شوی دی خو کار يي اړین او د قناعت وړ پایلې یې لرلې دي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG