د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوري کې به د ایبولا تجربوي واکسین استعمال شي


د اوس لپاره د ایبولا د ناروغۍ واکسین نه شته او نه یې هم د تداوۍ امکان شته.
د اوس لپاره د ایبولا د ناروغۍ واکسین نه شته او نه یې هم د تداوۍ امکان شته.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې کیدای شي د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشتې کې د ایبولا تجربوي واکسین استعمال شي.

د WHO د ریس مرستیاله ډاکټر ماري پول کیني پرون په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې په اروپا، امریکا او افریقا کې د ایبولا د واکسین کلینیکي تجربې پیل شوې دي.

اغلې کیني وویل چې که د دې پته ولګیږي چې واکسین خوندي دی نو بیا به د دې امکان وي چې په لویدیځه افریقا کې د جنوري په میاشتې کې لسګونو زرو کسانو ته به په تجربوي توګه واکسین تزریق شي

هغې زیاته کړه چې «خوندیتوب یوازنۍ خبره نه ده. ډیره مهمه موضوع دا ده چې په څه مقدار کې [دغه واکسین] تزریق شي. تمه ده چې د ازمویښتونو نتایج به په ډسمبر کې معلوم شي.»

کیني و نه ویل چې د ایبولا واکسین به په پراخه کچه کله د استعمال وړ وي.

د اوس لپاره د ایبولا د ناروغۍ د مخنوۍ لپاره واکسین نه شته او نه هم د تداوۍ امکان یې شته.

د نایجیریا تجربه

پرون د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په نایجیریا کې د ایبولا ناروغۍ ختمه شوې ده.

دغه سازمان وویل چې د ۴۲ ورځو راهیسې په نایجیریا کې د ایبولا د ناروغۍ نوې پیښه نه ده ثبت شوې.

خو د نایجیریا ولسمشر ګوډلک جانتن اعلان وکړ چې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو د مخنوۍ لپاره چې کوم تدابیر نیول شوي دي، د دې نه ورسته به هم، ادامه ومومي.

په دغو اقداماتو کې چې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو د مخنوۍ په غرض نیول شوي دي د هغو کسانو معاینه کول شامل دي چې نایجیریا ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ایبولا د ناروغۍ په خلاف د مبارزې د څانګۍ مشره نانسي پاول وايي چې د نایجیریا تجربه مهمه ده.

نانسي پاول د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې «د نایجیریا دې مبارک وي . . . . دوه مهم ټکي باید په پام کې ونیسو. . . یو . . . د [ایبولا د ناروغ سره] د تماسونو څرک ولګول شو. . . یانې دا په دې مانا چې هغه خلګو چې د ناروغ سره تماس نیولی، د هغوی نظارت وشو او پرې نه ښودل شول چې د ایبولا ناروغۍ نور کسان ونیسي.»

هغې زیاته کړه چې «د دې نه علاوه، د HIV او پولیو د کارکوونکو د شبکو نه هم کار واخیستل شو. . . . په سرلیون او لایبریا کې چې جګړې شوې او د روغتیا سیستم ښه نه دی، دا مشکله وه چې دغه هیوادونه دې خپل منابع په سمه توګه استعمال کړي.»

په نایجیریا کې د ایبولا ۲۰ قضیې ثبت شوي وي. په دغه هیواد کې ۸ کسان د ایبولا له لاسه مړه شوي دي.

خو بل پلو ته د لویدیځي افریقا په دریېو هیوادونو، لایبریا، ګیني، او سرلیون کې د ۹۱۰۰ نه دیرې د ایبولا د ناروغۍ پيښې ثبت شوي دي او په دغو دریېو هیوادونو کې تر اوسه ۴۵۰۰ کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG