د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په انتخاباتو کې د هسپانوي الاصله امریکایانو نقش


په امریکا کې به د نومبر په څلورمه نیټه منځني انتخابات وشي.
په امریکا کې به د نومبر په څلورمه نیټه منځني انتخابات وشي.

په امریکا کې به د نومبر د میاشتې په څلورمه نیټه منځني انتخابات وشي. په انتخاباتو کې دا ځلې کیدای شي هسپانوي الاصله امریکایان مهم نقش ولوبوي.

د نومبر په میاشتې کې به د امریکا د ولسي جرګې، د سنا د مجلس د ۳۳ او د یو شمیرایالتي څوکیو لپاره انتخابات وشي.

زیاتره هسپانوي الاصله امریکایان دیموکراتان دي، خو اوس د هغوی د رایېو د خپلولو لپاره دواړه ګوندونه رقابت کوي.

په هغو کسانو کې چې د امریکا د تابعیت لوړه یې کړې، هم شامل دی.

رابرتو هرناندیز هغه هسپانوي الاصله امریکايي دی چې اوس یې د امریکا تابعیت اخیستی دی. هغه د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

رابرتو وايي چې «هغو مهاجرو ته چې اسناد نه لري باید ډیر څه وشي، باید ورته فرصت برابر شي. باید تبعیض ورسره و نه شي. د ټولو سره باید په مساویانه توګه برخورد وشي.»

په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلنو کې ډیرو هسپانوي الصله امریکایانو ولسمشر باراک اوباما ته رایې ورکړي دا ځکه چې اوباما د امریکا د مهاجرت په قوانینو کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه کړې وه.

خو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د ولسمشر اوباما سره سخت مخالفت وکړ. جمهوري غوښتونکو دا غوښتنه درلوده چې پر سرحداتو باندې دې نظارت ډیر شي او د دې سره یې هم مخالفت کاوه چې غیرقانوني مهاجرو ته چې په امریکا کې اوسیږي امتیازات ورکړل شي.

د اوباما محبوبیت مخ په کمیدو دی

خو د هسپانوي الاصله امریکایانو فعالین چې زیاتره یې دیموکراتان دي، اوس مایوسه او په قهر دي.

یو هسپانوي الاصله امریکايي وویل چې «ولسمشر اوباما نو څه وکړل؟ هیڅ یې و نه کړل.»

د لاس انجلس په ښار کې د مهاجرو سره د مناسب چلند د حقوقو لپاره د ایتلاف فعالین په امریکا کې د جنوبي امریکا د وګړو د کورنیو د مشکلاتو خبره کوي.

دوی د هغو هسپانوي الاصله امریکایانو په اړه خبرې کولې چې پخپله تابعیت لري او د کورنۍ ځینې غړي یې بیا تابعیت نه لري.

لاران دېیګس امریکايي تابعیت لري او د رایې د ورکولو لپاره یې خپل نوم لیکلی دی. خو د هغې نیکه او ماما په هغو کسانو کې راځي چې کیدای شي د امریکا نه وایستل شي. هغه وايي چې د ولسمشر اوباما نه خوشحاله نه ده.

لاران دېیګس زیاته کړه چې «زه، دا ځکه چې اوس یې تجربه کوم، زه اوس پوهیږم چې نورې کورنۍ یې څنګه احساسوي.»

په کلفرونیا کې د عامه پالیسۍ د انستیتوت کارکوونکی، ډېین بونیر وايي چې په کلفرونیا کې زیاتره هسپانوي الاصله امریکايان دیموکراتان دي او ډیر لږ یې داسې دي چې جمهوري غوښتونکي او یا هم بې طرفه وي.

خو هغه وايي چې هسپانوي الاصله امریکایان بیا د محافظه کارو، لیبرالو او منځلارو رایې ورکونکو ترمنځ په مساویانه توګه ویشل شوي دي.

هغه دا هم وايي چې د ولسمشر اوباما محبوبیت کم شوی دی او دغه کیدای شي چې دیموکراتانو ته په انتخاباتو کې تاوان ورسوي.

ډېین بونیر وايي چې «موږ په تدریجي توګه په لایتنو امریکایانو کې د هغه د محبوبیت د کمیدو شاهد یو. په ۲۰۱۲ کال کې د څلورو نه دریېو هسپانوي الاصله امریکایانو د هغه د سیاست څخه ملاتړ کوی خو اوس یوازې ۵۰ فیصده یې ملاتړ کوي.»

د هسپانوي الاصله امریکایانو د راېیو اهمیت

فعالین چې د هسپانوي الاصله امریکایانو استازیتوب کوي وايي چې هسپانوي الاصله امریکایان هغه چا ته رایې ورکوي چې د دوی اقتصادي، تعلیمي، صحي او د مهاجرت په اړه غوښتنو ته پام وکړي.

د هسپانوي الاصله امریکایانو د تجارت د خبرو اترو د انستیتوت کارکونکی، هکټر بارېتو وايي چې کیدای شي چې د هیسپانوي الاصله امریکایانو رایې په نتایجو تاثیر وکړي.

هکټر باریتو وايي چې «د مثال په توګه کولورادو، ډیر زیات هسپانوي نژاده اوسیدونکي لري. شمالي کارولینا او حتا ارکنساس هم هسپانوي نژاده اوسیدونکي لري.»

هغه زیاتوي چې «نو یو ګوند هم نه شي کولای چې د هسپانوي نژاده اوسیدونکو په اړه بې تفاوته پاته شي او هسپانوي نژاده امریکایان به په هر انتخابات کې ډیر مهم نقش ولوبوي.»

دوه کاله مخکې، هسپانوي الاصله امریکایان د ټولو رایې ورکونکو اته فیصده کیدل. هغه وخت د ټولو هسپانوي الاصله امریکایانو، چې د رایې اچونې شرایط یې پوره کړې وو، ۵۰ فیصده رایې ورکړي.

اوس فعالین غواړي چې نور هسپانوي الاصله امریکایان هم تشویق کړي چې رایې ورکړي.

XS
SM
MD
LG