د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان هزاره گان څوک او ولې وژني؟


د اکتوبر په درویشتمه وسلوالو د پاکستان د بلوچستان د ایالت په مرکز کوټې کې په یو سرویس موټر ډزې کړیدي، د هزاره ټولنې اته کسه یې وژلي دي.

تر اوسه هیچا ددې حملې مسولیت په غاړه نه دی، خو په پاکستان کې په هزاره گانو زیاتې حملې شویدي.

ولی په هرازه گانو دومره حملې کیږي؟

څوک دغه حملې کوي او څه غواړي؟

حکومت ددې حملو د مخنیوي دپاره تر اوسه پورې څه کړیدی؟

په کوټه کې د هزاره دموکرات گوند مرستیال محمد رضا وکیل د امریکا غږ اشنا راډیو ته په مرکه کې وویل هزاره گان د پاکستان په پوځ، پولیسو او هرې شعبې کې په ډیر صداقت کار کوي، مگر دوی هم حیران دي چې ولی د هزاره اقلیت، له دوکانداره نیولې تر انجنیر، ډاکتر، لیکوال او شاعر پوري، او حتې ماشومان او ښځې وژل وژل کیږي؟

خو ښاغلی وکیل وایي، هغه دهشتگر چې په دوی حملې کوي غواړي چې په پاکستان کې، په تیره بیا په کوټه کې گډوډي جوړه ‍شي.

دغه دهشتگر کوشش کوي چې هزاره گان په انتقام لاس پورې کړي، او د بلوڅو او پښتنو تر منځ نښتې پیل شي.

په کوټه او خوا او شا سیمو کې پرله پسې د هزاره گانو د وژلو پیښې شویدي
په کوټه او خوا او شا سیمو کې پرله پسې د هزاره گانو د وژلو پیښې شویدي

محمد رضا وايي یوه خبره واضح ده چی که په بلوچستان کې هزاره، پښتون او یا بلوڅ کوم جرم کوي، پولیس یې خامخا نیسي، خو په تیرو پنځلس کالونو کې چې څومره بریدونه په هزاره گانو شویدي، تر اوسه پورې پولیسو د هغو بریدکوونکو یو کس هم نه دی نیولی. نو ددې نه ښکاري چې په امنیتي ادارو کې داسې خلک شته چې ددغو دهشتگرو ملاتړ کوي. محمد رضا وايي په بحریه ټاون کې ډیر لوړ رتبه صاحب منصب د خارجیانوسره رابطې درلودلې، د پاکستان په څو هوايي ډگرونو باندې د حملو په ارتباط په نیول شوو کسانو کې زیاتره داخلي خلک وو، او دوی د عقیدې، پیسو او ضدیت په اساس دا حملې کوي.

محمد رضا وکیل وایي د پاکستان تلویزیونونو خو ددې حملو ثبوتونه سره په پرگرامونو خپاره کړیدي چې صعودی عربستان او ایران خپل جنگ په پاکستان کې روان کړیدی. صعودي عربستان او ایران دغو دهشتگرو ته پیسې استوي. دواړه په پاکستان کې طرفداران لري، او کیدی شي چې د ځنو اروپايي ملکونو لاس هم ور کې وي.

ښاغلی وکیل وایي د پاکستان حکومت خو زیاتره وخت په افغانستان او هندوستان تور لگوي چې په پاکستان کې د گډوډیو او نا امنیو د پیښو اور ته لمن وهي خو کوم ثبوت یې نه دی وړاندی کړی.

په کوټه کې د هزاره دموکرات گوند مرستیال محمد رضا وکیل وايي، په بلوچستان کې په هزاره گانو باندې بریدونه مذهبي بنیاد نه لري بلکه سیاسي بنیاد لري.

خو په کوټه کی د بشري حقوقو مستقل مبارز شمس الملک مندوخیل د امریکا غږ ته په مرکه کې وویل چې په هزاره گانو باندې دغه حملې چې په دې اخرو لس کالونو کې ډیرې شویدي، او مذهبي گوندونو یې ذمه واري په غاړې اخستې ده، مُذهبي ریښه لري.

ښاغلی وکیل وایي، هغه دهشتگر چې په دوی حملې کوي غواړي چې په پاکستان کې، په تیره بیا په کوټه کې گډوډي جوړه ‍شي.
ښاغلی وکیل وایي، هغه دهشتگر چې په دوی حملې کوي غواړي چې په پاکستان کې، په تیره بیا په کوټه کې گډوډي جوړه ‍شي.

ښاغلی مندوخیل د محمد رضا وکیل سره تر دې حده هم نظره دی چې په بلوچستان کې دغه بریدونه او ناکرارۍ اصلا په منځني ختیځ کې، د صعودي عربستان او ایران د پالیسو په سر د اختلاف له کبله روانې دي. خو خو دا نه مني چې په هزاره گانو باندی حملې په سیاسي بنیاد کیږی. دی زیاتوي چې سني مذهبه گوندونه په شیعه گانو باندې حملې جایزې بولي او وایي شیعه گان د اسلام د چوکاټ نه وتلي خلک دي.

په دغو تنظیمونو کې زیاتره د لشکر جنگوي او لشکر طیبه نومونه یادیږي. دی زیاتوي چې د پاکستان د تیرو دیرشو کالونو تاریخ ښودلی ده چې د شیعه گانو او سونيانو تر منځ نښتو زور نیولی دی. کله دا نښتې په سند کې او کله په کراچۍ کې پیل شویدي مگر څومره حملی چې په بلوچستان کی شویدي، او خلک په کې تلف شویدي، هغومره په نورو صوبو کې نه دي شوي.

د بشري حقوقو دغه مستقل مبارز مندو خیل وایي، د بشري حقوقو سازمانونو او مبارزینو په هزاره گانو دغه حملې غندلي دي او د ایالتي او مرکزي حکومت نه یې غوښتي دي چې باید ددې حملو مسولین ونیسي، سزا ورکړي مگر تر اوسه پورې هیڅ اقدام نه شوی.

ډیرو هزاره گانو چې د بلوچستان په نوي ټاون او زاړه ټاون کې اوسیدل، خپل جایدادونه خرڅ کړي او نورو ځایونو ته یې کډه کړیده.
ډیرو هزاره گانو چې د بلوچستان په نوي ټاون او زاړه ټاون کې اوسیدل، خپل جایدادونه خرڅ کړي او نورو ځایونو ته یې کډه کړیده.

دی وايي په دې اخرو کالونو کې ډیرو هزاره گانو چې د بلوچستان په نوي ټاون او زاړه ټاون کې اوسیدل، خپل جایدادونه خرڅ کړي او نورو ځایونو ته یې کډه کړیده.

ښاغلی مندوخیل په دې نظر دی که دا حملې همداسې ادامه ولري نو د بشري تلفاتونه علاوه به ډیر خراب سیاسي عواقب هم ولري.

XS
SM
MD
LG