د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک کې ایبولا د یو مريض تصدیق شویدی


د امریکا د نیویارک ښار مامورین وايي چې په دې نیزدو ورځو کې د افریقايي هیواد گیني نه راستون شوی ډاکټر د ایبولا مری‍ض دی.

دغه مریض ،ډاکټر کریگ سپنسر نومیږي ،ده د بې سرحده دارو درملو د موسیسې سره گیني کې کار کوه چې د وظیفې په مهال ناروغه شو.

په نیویارک په شان د امریکا په ستر ښار کې د ایبولا د مرض لومړۍ پیښه ده چې تصدیق ېې کیږي. چې ډیر د تشویش وړ خبر گڼل کیږي

دا مرض چې د دې کال د مارچ نه تر دې دمه ېې قریب ۴٨٠ کسان وژلي ،امریکا ته ېې اوس سر راښکاره کړی. دې نه مخکې د لایبریا،گیني ،سیرلیون او هسپانیه کې یوه نرسه ورباندې اخته شوې وه چې بیا جوړه شوه.

امریکا د افریقايي ملکونو نه راتلونکو مسافرینو سره خاص احتیاط کوي
امریکا د افریقايي ملکونو نه راتلونکو مسافرینو سره خاص احتیاط کوي

دغه امریکايي ډاکټر چې اوس د ایبولا مريض ثابت شوی،دی اول بخار شوی و او بیا اسهال شو. ډاکټرانو نور مريضان د ده د خوا نه لرې کړي او حکومت د ده سره مخامخ شو نورو خلکو پسې هم گرځي، او معلوموي چې هغوي خو به د ایبولا وایرس نه وي اخیستی.

دا مرض د یو انسان نه بل انسان ته د جسماني اړیکو لرلو نه پس رسیږي.دا په ټوله امریکا کې د ایبولا د مرض د تصدیق څلورمه پیښه ده.دې نه مخکې ټیکساس کې یو شخص، بیا د دې شخص علاج کونکې دوه نرسانې په دې مرض اخته شوې.

امریکا د ایبولا د ساري مرض د خوریدو نه پس د افریقايي ملکونو نه راتلونکو مسافرو سره ډیر احتیاط کوي.

XS
SM
MD
LG