د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانوي نژاده مسلمانان په امریکا کې


د لاتینې امریکا دوه مسلمانې شوې میرمنې
د لاتینې امریکا دوه مسلمانې شوې میرمنې

ځیني مسلمانې میرمنې ټیکری نه په سر کوي خو په متحده ایالتونو کې د لاتینې امریکا میرمنې چې مسلمانې شویدي، د ټیکري د اغوستو ډیرې پابندې دي. دا میرمنې ټیکري اغوندي او قصداً په هسپانوي ژبې خبرې کوي تر څو پدې ټینګار وکړي چې هغوي د اسلام استازیتوب کوي.

میرمن ټوریس چې ګلابي رنګه حجاب یې اغوستی وایي " کله چې خلک ویني مونږ ټیکري اغوستي دي نو هغوي مو احترام کوي. او بله دا چې مونږ د نورو سره توپیر لرو او د حجاب په اغوستو د خوښۍ احساس کوو. مونږ پدې عقیده لرو او دا راته ډیر په زړه پورې دی. "

د هسپانوي ژبې څلور زره ټکي عربي ریښې لري او تقریباً ټول یې په " ال" شروع کیږي. دا ټکي د هغه وخت نه په هسپانې کې مروج دي کله چې په منځنۍ پیړۍ کې په اندلس کې د مسلمانانو واکمني وه.

دغو مسلمانانو په "موریانو" هم شهرت درلود. میرمن ټوریس وایي په هسپانوي ژبې کې د عربي ټکو موجودیت هغې ته ډیره ګټه کړې ځکه د اسلام په باره کې اکثره شیان چې هغه یې زده کوي په عربۍ کې دي او هغه کولای شي چې په آسانۍ سره یې زده کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:49 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG