د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او چین د همکاریو څلور موافقې لاسلیک کړي


افغان او چینايي چارواکو د اقتصادي او تخنیکي همکاریو، د سوداګرۍ او صنایعو د خونو ترمنځ د همکاریو، د سیاسي پارسپورټونو د ویزې د رفع کولو او له افغانستان سره بشردوستانه مرستو موافقې په داسې حال کې لاسلیک کړې چې ولسمشر اشرف غني احمدزي او د چین ولسمشر شي جینګ پينګ هم حاضر وو.

د ارگ یوه اعلامیه وایي چې ښاغلي احمدزي د چین د شینهوا د رسنیو د ادارې سره په مرکې کې د سې شنبې په ورځ وویل چې تمه لري چې د چین سره به د افغانستان اړیکې لا پسې پراخه شي.

ښاغلي احمدزي په مرکې کې دا هم ویلي دي چې غواړي افغانستان د سیمې د تجارت او پانګې اچونې په مرکز بدل شي.

چین په افغانستان کې د کانونو د رایستلو او انرژۍ په برخې کې پانګه اچولې ده. چین په افغانستان کې اوه عشاریه پنځه میلیارده ډالرو پانګونه کړې ده چې دغه بیا چین په افغانستان کې د پانګه اچونکو هیوادونو د کتار په سر کې راولي.

د ارګ په خبرپاڼې کې راغلي دي چې ډاکټر احمدزي چینايي چارواکو ته ویلي دي چې افغانستان غواړي چې د چین سره د واخان د سیمې له لارې په مستقیمه توګه وصل شي.

ولسمشر احمدزي چینایي کمپنیو ته په افغانستان کې د پانګې اچونې بلنه ورکړه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د چینايي کمپنیو نه وغوښتل چې «د ترانسپورټ، د لویو لارو او د وسپنې پټلۍ د جوړولو،» په برخو کې دې پانګونه وکړي.

د چین ولسمشر شي جینګ پينګ ویلي دي چې چین له افغانستان سره په روان کال کې ۸۱ میلیون ډالرو مرستې کوي. هغه دا هم ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه مرستې درې چنده شي.

ولسمشر اشرف غني به د خپل سفر په ورستۍ ورځ د افغانستان په اړه د آسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې هم برخه واخلي. د دغه کنفرانس، چې د اکتوبر د میاشتې په ۳۱ نیټه جوړیږي، کوربه چین دی.

د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس مشري به د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وکړي.

د چین او افغانستان اړیکې:

د افغانستان او چین ولسمشرانو پرون د یو بل سره وکتل او د دواړو هیوادنو ترمنځ یې د اوږدمهال لپاره د ملګرتیا ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر چینايي چارواکو ته وویل چې افغانستان چین ته په لنډ مهال او اوږد مهال کې د یو «ستراتیژیک» ملګري په سترګه ګوري.

ولسمشر احمدزي وویل چې د چین سره اړیکې یې د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې راځي.

د چین ولسمشر بیا وویل چې افغان ولسمشر خپل لومړی بهرنی سفر چین ته کړی دی او دا څرګندوي چې افغانستان د چین سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.

له ارګ په خبرپاڼې کې راغلي دي چې د افغانستان او چین ولسمشرانو په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او فرهنګي اړیکو باندې خبرې کړیدي.

د چین ولسمشر ویلي دي چې هیواد یې له افغانستان سره «د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې مرسته کوي.»

شي جینګ پينګ زیاته کړې ده چې د آسیا د زړه د کنفرانس هیوادونه او د شانګهای د همکاریو سازمان به وهڅوي چې له افغانستان سره لا ډیره همکاري وکړي.

افغان چارواکي باور لري چې چین په پاکستان فشار اچولی شي او قانع کولای یې شي چې طالبان دې ته تیار کړي چې د افغانستان د حکومت سره خبرې اترې وکړي.

شي جینګ پينګ ویلي دي چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د پيدا کیدو لپاره خپل نقش ولوبوي.

په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه د چین علاقه ډیره شوې ده. چین د افغانستان لپاره خاص استازی هم ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG