د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د اسرائیل او امریکا ترمنځ لفظي جګړه ګټه نه لري


د آتلانتیک مجلې په یو مضمون کې یو امریکایي چارواکي د اسرائیلو صدراعظم په سپکو سپورو یاد کړی و.
د آتلانتیک مجلې په یو مضمون کې یو امریکایي چارواکي د اسرائیلو صدراعظم په سپکو سپورو یاد کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کومه تبصره چې د امریکا د حکومت یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، کړې او د اسرائیل پر صدراعظم یې انتقاد کړی « نامناسبه او بې گټې» وه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په دې فکر دی چې د خبرو جگړه د یوې خوا په گټه نه ده.

هغې وویل چې «موږ په ښکاره په دې باور لرو چې د پرمختگ دپاره دا د دواړو خواو په گټه ده چې که کومه خبره کیږي نو هغه باید په مناسبه توگه په داسي ډول وشي چې د دواړو خواو احترام وشي، نه دا چې خصوصي حملې په کې شوي وي.»

د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو وایي چې د امریکا له خوا په ده باندي خصوصي حملې د هغه څه نتیجه ده چې دی « د اسرائیلو دفاع کوي» او د دې هیواد ملي امنیتي گټي غواړي.

دا تبصره د چهارشنبې په ورځ په داسي حال کې شوې چې د اټلانټیک مجلې یو مضمون پر انټرنیټ خپور کړی و او پکښې د یوه امریکایي چارواکي له قوله د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو په سپکو سپورو یاد شوی و او د پالیسیو په تطبیق او اجرا کولو کې ډارن یا بې ننګه بلل شوی و.

د اسرائیلو مشر ویلي دي چې دی داسي امتیازاتو ورکولو ته تیار نه دی چې د اسرائیلو دولت په خطر کې واچوي.

امریکا په وار وار د اسرائیلو نه غوښتې دي چې د یهودانو دپاره د کورونو جوړول دې بند کړي. امریکا دغه کار د سولي په مخکې خنډ بولي.

د فلسطیني چارواکو په اسرائیلو باندې د «جنایاتو،» د کولو تور لګوي.

خو ښاغلي نتنیاهو د دغو کورونو د جوړولو په اړه د خپلې فیصلې دفاع کړې او ویلي یې دي چې په ختیځ بیت المقدس کې به ١٠٠٠نوي کورونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG