د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان سره د کرېکټ سیالۍ ته ټیم اعلان کړ


د پاکستان د کرکټ لوبغاړي
د پاکستان د کرکټ لوبغاړي

پاکستان له افغانستان سره د را روانې شل اوریزې سیالۍ لپاره خپله الف لوبډله اعلان کړه.

د پاکستان د کرېکټ بورډ په وېپاڼې کې د اعلان شویو لوبغاړو په نوملړ کې د شاهد افریدي نوم نه شته، وړاندې داسې ویل کیدل چې افریدی به د افغانستان د الف لوبډلې په وړاندې د پاکستان د الف لوبډلې مشر وي.

د پاکستان د لوبډلې مشري سهیب مقصود ته سپارل شوې، دی چې د پاکستان د ملي لوبډلې غړی هم دی څه موده مخکې له متحدو عربو اماراتو سره په سیالیو کې د پاکستان د الف لوبډلې کپټان هم اواماراتو ته یې څو پرلپسې ماتې ورکړې.

د عمر ګل، محمد عرفان، رضا حسن، ناصر جمشید او اویس ضیا نومونه په دغه لست کې شامل دي، دوی هغه پاکستاني لوبغاړي دي چې د پاکستان په ملي لوبډلې کې لوبېدلې او د نړیوالو لوبو ډېرې تجربې لري.

د پاکستان د کرېکټ بورډ په خپرې شوې اعلامیې کې د دغه هېواد د لوبغاړو د غوراوي د کمیټې مشر معین خان له خولې ویل شوي" له افغانستان سره د ۲۰ اوریزې سیالۍ لپاره مو مناسبه او متوازنه لوبډله غوره کړې ده. د لوبغاړو په نوملړ کې د عمر ګل د نوم شاملول د لوبغاړو د غوراوې د ډلې د پرېکړې یوه برخه ده چې هغه بېرته نړیوالو لوبو ته چمتو کړل شي."

له ځوانو لوبغاړو د افغانستان د جوړې شوې الف لوبډلې مشري بیا کپتان نبي عیسی خیل کوي.

په لوبډلې کې شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، امیر حمزه، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، محمد نسیم بړیڅ، ځوان کیڼ لاسی تیز توپ اچوونکی فرید ملک، فضل الرحمن، او نجیب ترکي شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي ځیني افغان لوبغاړي وار د مخه اسلام اباد ته رسېدلي او ځینې نور پر لار دي.

د افغانستان الف لوبډله به د را روانې شنبې په ورځ د نومبر۱۵ په اسلام اباد کې د کوربه هیواد له الف لوبډلې سره د ۲۰ اورونو یوه دوستانه لوبه کوي.

دغه لوبه اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني له سفر سره همهال کیږي.

دا لوبه چې د پاکستان په وخت د غرمې په یوه بچه پیلیږي، د پاکستان د ملي تلویزون سپورټي چاینل یې ژوندۍ خپروي اوښايي ځیني افغان چاینلونه یې هم وښيي.

که څه هم افغانستان د پاکستان له ملي لوبډلې او الف لوبډلې سره یو لړ لوبې کړي خو ګټلې یې نه ده. یوازې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پاکستان څو وارې ماتې ورکړي دي .

پاکستان یو وارې د ۲۰ اورونو نړیواله اتلولي هم ګټلې ده، خو افغانستان بیا درې وارې د شلو اورونو په نړیوال جام کې لوبېدلی دی .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG