د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې مظاهرې وشوي


د اتلانتا په ښار کې مظاهره چیانو لویه لاره بنده کړه.
د اتلانتا په ښار کې مظاهره چیانو لویه لاره بنده کړه.

د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې د سې شنبې په شپه د فرګسن د پيښې په اړه د منصفه هیئت د پریکړې په خلاف مظاهرې وشوي.

منصفه هیئت په هغه سپین پوستي پولیس باندې د جرم تور و نه لګاوه چې د اګست په نهمه نیټه یې د فرګسن په ښارګوټي کې یو تورپوستی بې وسلې تنکی ځوان وواژه.

د منصفه هیئت د پریکړه نه ورسته د فرګسن په ښارګوټي او شاووخوا سیمو کې مظاهرې وشوي.

د سې شنبې په ورځ هم د فرګسن په ښارګوټي او دغه ښارګوټي ته په نږدې سیمو کې وضعیت متشنج و.

د امریکا د اتلانتا، پیتزبرګ، نیو اورلنز، فلادلفیا او سیاټل کې لاریونونه وشول. په دغو لاریونو کې د لیسو زده کوونکو برخه واخیستله.

د دوشنبې د شپې د مظاهرو په پرتله، د سې شنبې د شپې مظاهرې تر ډیره سوله ییزې او آرامه وي.

د وژل شوي تنکي ځوان مایکل برون د کورنۍ مدافع وکیلانو د منصفه هیئت پریکړه وغندله او یو اړخیزه یې وبلله.

د میزوري د ایالت د فرګسن په ښارګوټي کې، په پرونیو مظاهرو کې تر لسو نه ډیرو ودانیو ته اور واچول شو او ۶۱ کسان ونیول شول.

پولسو وویل چې دغه کسان د غلا، په غیرقانوني توګه د وسلو دګرځولو او د جلسو د کولو په تورونو نیول شوي دي. پولیس وايي چې د دوشنبې په شپه مظاهره چیانو په دوی ډزې کړي، موټران ته یې اور هم واچوه او په خښتو یې ویشتلي دي.

پولیسو بیا د مظاهره چیانو خلاف د اوښکي بهیونکي ګاز نه کار اخیستی دی. مظاهره چیانو یو شمیر دوکانونه یې هم چور کړل.

په فرګسن کې امنیتي تدابیر

د میزوري د ایالت د فرگسن ښاروال جیمز نولز ویلي دي چې کله چې منصفه هیئت د دوشنبې په ورځ خپله پریکړه واورله او له دې کبله خلکو بلواگاني وکړې، نو په دې وخت کې د ملي گارډ عسکر پر خپل وخت په دې ښار کې نه و ځای پرځای شوي.

ښاروال نولز د سې شنبې په ورځ دمیزوري د گورنر نه وغوښتل چې د نورو ځایونو او شتمنیو د ورانولو د مخنیوي او د خلکو د خوندي ساتلو دپاره دې فرګسن ته نور عسکر هم ورواستوي.

گورنر جي نیکسن یې په جواب کې امر وکړ چې د دغو عسکرو شمیر دې درې چنده زیات شي چې د یوې بلي شپې د بلواگانو مخنیوی وکړي.

چارواکي وايي چې د امریکا د ملي ګارډ شاووخوا ۲۰۰۰ عسکر د فرګسن په ښارګوټي کې ځای پرځای شوي دي.

جمهوررئیس براک اوباما د دوشنبې د شپې د تخریبي اعمالو له کبله تاسف وښود. هغه وویل چې هغه کسانو چې تخریبي اعمال یې ترسره کړي دي جنایتکاران دي او باید محاکمه کړای شي.

خو ښاغلی اوباما، چې د امریکا لومړی تورپوستی جمهوررئیس دی، وویل چې په دې پوهیږي چې ډیر خلک د ستر منصفه هیئت د فیصلې له کبله په قهر دي.

د وژل شوي تورپوستي د کورنۍ مدافع وکیل بنجمین کرامپ وویل چې قانوني پروسه «په بشپړه توګه غیر منصفانه وه.» هغه زیاته کړه چې د وژل شوي تورپوستي مایکل براوان کورنۍ د پروسې په اړه «په ښکاره او لوړ آواز» اعتراض کوي.

خو مدافع وکیل وویل چې د وژل شوي تورپوستي کورنۍ د دوشنبې د شپې تشدد غندي.

د پیښې په اړه خپاره شوي اسناد

د منصفه هیئت لخوا په خپرو شوو اسنادو کې راغلي دي چې ډېرین ویلسن تحقیق کوونکو ته ویلي دي چې د پيښې په مهال هغه فکر کاوه چې برون به یې د ده په تمانچه وولي.

د ویلسن دغه بیان د منصفه هیئت د هغو څه دپاسه ٦٠٠٠پاڼو د اسنادو یوه برخه ده چې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه خپاره شول چې منصفه هیئت پریکړه وکړه چې په هغه به د جرم الزام نه لګوي.

ویلسن دا خبره د آگسټ په ١٠مه وروسته له هغه مفتشانو ته وکړه چې ١٨ کلن مایکل برون یې وواژه.

ویلسن ویلي دي چې تر دې مخکې چې ډزې وشي، دوی دواړو د ده په تمانچې باندې زورونه وهل چې ترلاسه یې کړي. هغه زیاته کړې ده چې یو وار خو براون تمانچه ترلاسه هم کړه او په ده «په بشپړه توگه زورور شو.»

ویلسن وویل کله چې مقابله نوره هم پسې سخته شوه، نو ده فکر وکړ چې برون به دی ووژني او په دې وخت کې د ده حواس په دې متمرکز شول چې «زه په دې حال کې څنگه ژوندی پاته کیدلای شم؟»

د ویلسن دا بیان د نورو بیانونو نه چې د دغو ډزو په اړه خپاره شوي دي، بل ډول دی.

د برون د کورنۍ مدافع وکیلانو ویلي دي چې برون غوښتل تسلیم شي چې په دې وخت کې ویلسن پرې ډزې وکړي.

XS
SM
MD
LG