د لاس رسي وړ اتصالات

تر ۳۵۰ پورې اندونیزیایان د داعش سره يو ځاي شوي


د اندونیزیا چارواکي وايي فکر کوي د دغه هیواد څه دپاسه ٣٥٠ اتباع به په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې سره ملگري شوي وي. دا شمېر تر تېري میاشتي په پرتله ٥٠ زیات شوی دی.

د اندونیزیا د تروریزم ضد د ادارې یوه کارپوه واوان پروانتو وویل چې دا حکومت ته سخته ده چې ددغو کسانو اصلي شمېر معلوم کړي.

«زموږ په منظمه توګه معلومات ترلاسه کوو. مشکل دا دی چې د دوی د هویت پاڼې د دوی د هغه نومونو سره یو راز نه دي چې دوی یې استعمالوي. نو دغه یې علت دی چې موږ یې د تصدیق لپاره دوپاره ګورو.»

هغه وویل چې زیاتره تند لاري په اندونیزیا کې د اسلامي دولت د ډلې د پلویانو له خوا استخدامیږي.

په اندونیزیا کې د تر ټولو لوی اسلامي سازمان نهضت العلما مشر سید عاقل سراج ویلي دي چې دی په دې خواشینی شوی دی چې د اندونیزیا ځلمیان په داسي اسانۍ سره د اسلامي دولت ډلې ته وراوړي.

ښاغلي سراج وویل چې دی دا اندېښنه لري چې کله چې دغه جنگیالي بیرته اندونیزیا ته را ستانه شي نوهغوی به افراطیت په دې هېواد کې خپور کړي او په ٢٠٠٢م کال کې د بالي د حملې په شان به حملې وکړي.

سید عاقل سراج وویل چې «دغه به په یو ډول ناروغۍ واوړي.» هغه زیاته کړه چې داسې یوه ناروغۍ لکه څنګه چې د بالي د پیښې عاملینو «کله چې د افغانستان نه راستانه شول د ځانه سره راوړله.»

ښاغلي سراج د حکومت نه وغوښتل چې کله چې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو اندونیزیا ته ورستانه شي نو څارنه دې وکړي.

اندونیزیا ویلي دي چې پلان لري چې د هغو کسانو تابعیت ورنه واخلي چې د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شوي دي.

جاکارتا د اګست په میاشتې کې د اسلامي دولت په ډلې باندې بندیز ولګاوه او د دغې ډلې د پیژندل شوو غړو په خلاف یې اقدامات وکړل.

XS
SM
MD
LG