د لاس رسي وړ اتصالات

غیر ساري ناروغۍ هر کال ١٦ میلیونه خلک وژني


یک فرد هنرمند این را در سواحل ریو ساخته است.
یک فرد هنرمند این را در سواحل ریو ساخته است.

د روغتیا نړیواله ادراه وایي چې هر کال ١٦ میلیونه خلک چې عمرونه یې د اویا کالونو نه کم دي، د غیر ساري ناروغیو له وجې مړه کیږي. په یوه تازه رپوټ کې د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره د اقداماتو غږ شویدی.

د روغتیا نړیوالې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په میلونونو خلک د ټاکلي وخت نه مخکې د داسې ناروغیو له وجې مړه کیږي چې بل انسان ته سرایت نکوي. څلور غیري ساري ناروغۍ چې د زیات شمیر خلکو د مرګ سبب کیږي، هغه د زړه او سږیو ناروغۍ، مغزي سکته، سرطان او د شکرې ناروغي په ګوته شویدي.


د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې پخپل رپوټ کې همدرانګه ویلي دي چې د تمباکو استعمال، د مشروباتو یا الکول زیاته کارونه، د فزیکي کارونو کمښت او د غیري صحي خوراکي موادو نه ګټه اخیستل څلور هغه ستر عوامل دي چې ددغو ناروغیو سبب کیږي. په رپوټ کې همدرانګه ویل شویدي که چیرته سړی پخپل ژوند کې روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي نو په زیاته اندازه مخکې د وخت نه د مړه کیدو مخه نیول کیدای شي.

میرمن شانتي منډس چې د روغتیا په نړیوالې ادارې کې د مظمنو ناروغیو د مخنیوۍ د چارو تنظیم کوونکې ده او دغه رپوټ هم د هغې تر مشرۍ لاندې جوړ شوی وایي چې غیري ساري ناروغۍ د عامو خلکو د روغتیا لپاره داسې یو ناورین دی چې سوکه حرکت کوي.

هغه وایي " هر کال شپاړلس میلیونه خلک چې عمرونه یې د دیرشو، څلویښتو، پنځوسو اویاشپیتو کالونو په شاوخوا کې وي، مړه کیږي. ددوي عمرونه اتیا یا نوي کاله نه وي. د دغو شپاړلس میلیونه خلکو د جملې نه چې عمرونه یې د اتیا کالونو نه کم دي او هر کال د غیري ساري ناروغیو له وجې مړه کیږي، ٨٢ په سلو کې یې د هغو هیوادونو اتباع دي چې د خلکو عاید پکې کم ده او یا هغوي دا توان نلري چې د دغو ناروغیو درملنه وکړي. "

د روغتیا د نړیوالې ادارې یوې ډلې په ٢٠١٣ کال کې یو نړیوال پلان منظور کړی و چې هدف یې تر ٢٠٢٥ کاله پورې د غیرې ساري ناروغیو د مرګ پنځه ویشت په سلو کې کمول و.

د ملګرو ملتونو پدې رپوټ کې ویل شویدي چې په یو شمیر هغو هیوادونو کې چې دغه پلان یې تطبیق کړی، د پام وړ پرمخګت پکې شویدی. د مثال په ډول په ترکیې کې حکومت د تمباکو د کارونې د مضریت په اړه خلکو ته پراخه معلومات ورکړل او هم یې پرې مالیه لوړه وکړه، او د همدا اقدامات د دې سبب شول چې ١٣ په سلو کې د سګریټو څکول کم شي.

سره لدې چې دا پرمختګ یو ښه خبر دی خو د روغتیا نړیواله اداره وایي چې زیات شمیر هیوادونه به ونشي کړی چې د ٢٠٢٥ کال ټاکل شوي هدف ته ورسیږي.

ډاکټره منډیس وایي که چیرته هیوادونه هغه تګلارې چې ارزانه هم دي، تطبیق کړي، نو د ډیرو خلکو ژوند به وژغورل شي. پدغو تګلارو کې د تمباکو په اعلاناتو بندیز لګول ، د مصنوعي غړیو پر ځای دې د طبیعي غوړيو نه کار واخیستل شي چې اکثره په نباتاتو کې پیدا کیږي. د الکولو یا مشروباتو اعلانونه دې بند شي، او خلک دې تشویق شي چې ښه خواړه وخوري او سپورت وکړي.

میرمن منډیس امریکا غږ ته همدرانګه وویل چې د ماشومانو د چاغوالي د مخنیوي لپاره هم پکار ده چې زیاتې هلې ځلې وشي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې په نړۍ کې ۴٢ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کالونو نه کم دي، د خپل عمر په نسبت زیات وزن لري او پنځه میلیونه یې بیا د چاغوالي په ناروغۍ اخته دي. ډاکټره منډیس وایي چې دا ښه خبر ندی ځکه ځیني عادتونه چې په ماشومانو کې په کم عمر کې پیدا شي، ښایي هغوي ټول عمر وزوروي.

" د ماشومانو چاغوالی د ډول ډول مهلکو ناروغیو سبب کیږي، د مثال په ډول که د یو چا وزن د اندازې نه زیات وي، د دې امکان ډیر دی چې د شکرې په ناروغۍ، د زړه په ناروغۍ، د بندونو په درد اخته شي او یا سرطان پیدا کړي. که ماشوم زیات وزن لري، ښایي چې وروسته بیا پخپل ژوند کې په مظمنو ناروغیو اخته شي. یوه خبره چې زیاته خطرناکه ده، په افریقا کې د ماشومانو چاغوالي پدې تیرو څو کالونو کې د ټولو نه زیات ماشومان وژلي دي. ښایي اوس به دا سطح یو څه راټیټه شوي وي خو زمونږ معلومات وایي چې زیاتره ماشومان د چاغۍ له وجې مړه شویدي. "

د روغتیا نړیواله اداره وایي که چیرته هر کال په یوه شخص یو یا تر درې امریکایي ډالرو پورې ولګیږي نو نه یوازې دا چې د ناروغیو مخه به ونیول شي بلکه د غیرې ساري ناروغیو له وجې مړینه به هم کمه شي. ددې ادارې د معلوماتو له مخې هغوي هر کال د ټولې نړۍ لپاره ١١.٢ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې دغه پروګرام پرې تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG