د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان نوی صدراعظم وایي ملي حیثیت به خوندي کړم


د یونان نوی صدارعظم الیکسس سیپراس څلویښت کلن دی
د یونان نوی صدارعظم الیکسس سیپراس څلویښت کلن دی

د یونان نوي ځوان صدارعظم الیکسس سیپراس ویلي دي چې لګښتونه به کم کړي او پدې سره به د هیواد ملي حیثیت خوندي کړي. هغه څلویښت کلن دی او د دوشنبې په ورځ یې د وفادارۍ لوړه وکړه.سیپراس د سایریزه کین اړخي ګوند غړی دی او د ښي اړخي ګوند سره یې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

داسې معلومیږي چې الکیسس سیپراس د یونان په سیاسي ډګر کې بدلون ته ملا ټینګه تړلې، هغه د لوړې په مراسمو کې نیکتایي نه وهتړلې او ګریوان یې هم خلاص و .د مذهبي مشرانو د دعا مراسم یې هم رد کړل.

د هغه ګڼ شمیر پلویان د صدراعظم د کار دفتر ته ورغلي و او خپل مشر یې په چک چکو او خوشحالیو بدرګه کړ.

د یونان نوي صدراعظم الیکسس سیپراس ژمنه کړیده چې د ملک اقتصادي ستونزې به حل کوي. د اروپایي ټولنې او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق سره به د 268 میلیارده ډالرو پور په باره کې د سره خبرې اترې پیل کړي. د لندن د بیرک بیک په پوهنتون کې د سیاسي چارو مبصره ډایوناسیس ډیمیترا کوپولوس وایي هغه ښایي چانس ولري.

" د اروپایي ټولنې او یو شمیر نورې ادارې پدې پوه شویدي چې په یونان کې تطبیق شويو پروګرامونو هغه شان نتیجه نده ورکړې چې دوي یې تمه درلوده نو په همدې خاطر هغوي وایي چې یو بدلون ته اړتیا شته ده. او زه فکر کوم چې پدې برخې کې خبرې اترې کیدای شي. "

د سایرزه ګوند چې زیات کین اړخی دی ویې نشو کړای چې په انتخاباتو کې غوڅ اکثریت وګټي نو په همدې خاطر یې د یونانیانو د خپلواک ګوند سره چې زیات ښي اړخی دی، ایتلافي حکومت جوړ کړ. میرمن دمیترا کوپولوس وایي چې د دواړو ګوندونو کار کول به ډیره عجیبه خبر وي.

" دواړه ګوندونه د اقتصادي ستونزو د حل کولو په برخې کې یو شان نظر لري خو زما په فکر د نظر دغه یو والی دومره قوي ندی چې هغوي ګډ کار کولو ته مجبور کړي. یونان نورې ډیرې ستونزې هم لري چې د حل لپاره یې پکار ده دواړه ګوندونه په ګډه کار وکړي. "

د یونان نوي حکومت ویلي دي چې د اروپایي ټولنې او د پسیو د نړیوال وجهي صندوق سره به د پور په باره کې د سره خبرې اترې پیل کوي. د اروپایي ټولنې کمشنر جین کلاد جونکر د خبرو اترو د بیا پیل کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې وویل:
" اروپایي ټولنه پدې برخې کې خپل قوانین لري چې د یونان د چارواکو سره د ګډ توافق له مخې جوړ شویدي. خو مونږ به بیا هم وګورو چې د یونان د نوي حکومت غوښتنې کومې دي. "

د یونان په اقتصادي محدودیتونو کې زیات نقش جرمني لري. د جرمني چارواکوویلي دي د یونان لپاره به ښه وي چې د یورو پولي واحد نه ځان خلاص کړي خو د اقتصادي چارو ماهرین بیا وایي چې د جرمني ولس هم پدې برخې کې مهمې پریکړې کولی شي.

په لندن کې د اروپایي ټولنې د اقصتادي چارو مبصر کریسټاین اوډینډای پدې اړه داسې وایي:

" د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل په سیاست ډیره ښه پوهیږي، د یورو زون نه د یونان د وتلو نه وړاند هغه غواړي دا یقیني کړي چې دا کار به د اروپایي ټولنې په نورو هیوادونو اغیزه ونکړي. او زه پوهیږم چې هغه پدې خبرې ښه خبره ده. زما په نظر د جرمني ساستمداران به کوښښ ونکړي چې یونان د یورو زون نه وباسي. "

یو شمیر کارپوهان پدې باور دي چې که چیرته یونان د یورو زون نه واوځي، نو په فرانسې، جرمني، بلجیم او نورو هیوادونو به هم اغیزه وکړي ځکه نور هیوادونه به هم ښایي د همدې په شان اقدام کولو ته زړه ښه کړي.

XS
SM
MD
LG