د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د واورې اورښت وړاندوینې ناسمې وختې


د نیویارک په ښار کې پنځه سانتي متره واوره اوریدلې ده. مخکې د ۵۰ سانتي متره واورې پیشبیني شوې وه
د نیویارک په ښار کې پنځه سانتي متره واوره اوریدلې ده. مخکې د ۵۰ سانتي متره واورې پیشبیني شوې وه

امریکا د شمال ختیځو ایالتونو په ځینو سیمو کې د ژمي د ټوپان له امله ۶۰ سانتي متره واوره اوریدلې ده. خو د واورې توپان دومره قوي نه و لکه چې پيشبیني یې شوې وه.

تر نورو ایالتونو، په مسچوست او کنیټیکټ کې ډیره واوره اوریدلې ده. په مسچوست کې د سې شنبې د ورځې په ماسپښین هم بیړنۍ حالت نافذ و.

د مسچوست د ایالت په ځینو سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې تر ۱۲۶ کیلومترو پورې رسیدی.

په ځینو سیمو کې بریښنا نه وه او د سمندري څپو له امله سیلابونه هم راغلي وو.

د نیویارک او نیوجرسي په ایالتونو کې توپان دومره شدید نه و او واوره هم دومره و نه شوه او چارواکي او د هوا پيژندنې مامورین دې ته مجبور شول چې د دوشنبې په ورځ د بیړني حالت د اعلانولو د پریکړې دفاع وکړي.

خو د سې شنبې د ورځې په سهار په نیویارک او نیوجرسي کې د وسایطو په تګ راتګ باندې بندیز ختم شو او د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې هم د نیویارک په ښار کې د واورې د توپان بیړنۍ حالت ختم کړ.

د نیویارک واوره

د نیویارک په ښار کې د سې شنبې په سهار واوره شوې وه خو دومره نه وه چې مخکې یې پیشبیني شوې وه.

مخکې پيشبیني شوې وه چې په نیویارک کې به دومره واوره کیږي چې په کلنو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د سې شنبې په سهار د نیویارک د ښار د منهاټن د ټایمز په څلورلارې کې څوک نه و او د نیویارک اوسیدونکو ویل چې په ښار کې دومره واوره نه ده شوې.

د نیویارک یو اوسیدونکی چې ایرک نومیږي وویل چې «هیڅ هم نه و. یانې، څه ناڅه واوره شوې خو دومره نه ده چې تمه یې کیدله.»

د نیویارک یوه بله اوسیدونکې الیسن وویل « زما تمه دا وه چې شپیته سانتي متره [واوره] به کیږي او اوس داسې معلومیږي چې یوازې پنځه سانتي متره واوره شوې ده. نو دوی د دې نه غټه خبره جوړه کړې وه. زه فکر نه کوم چې دا دومره غټه خبره وه.»

د خوندیتوب اقدامات

د توپان نه مخکې، د نیویارک چارواکو ځینې اقدامات کړي وو. په دغو اقداماتو کې د ښاري اورګاډي بندول او حتی په سړکونو باندې د موټرو په تګ او راتګ باندې هم بندیز لګولی و.

د نیویارک والي د سې شنبې په ورځ د خپلې هغې پریکړې دفاع وکړه چې ویلي یې و دا ښه دی چې خوندي وشو تر دې چې پښیمانه وشو.

د نیویارک والي انډرو کومو وویل چې «زه به دا ووایم چې خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوم. دا ځکه چې موږ د [تدابیرو د نه نیولو] نتیجه لیدلې ده. . . . »

که څه هم د نیویارک په ښار کې توپان دومره زورور نه و خو د امریکاد شمال ختیځو ایالتونو په ځینو سیمو کې ۶۰ سانتي متره واوره اوریدلې ده. د واورې سره سخت باد هم مل و.

په ځینو سیمو کې خو د سې شنبې په ورځ د واروې د توپان له ویرې بیړنۍ حالت اعلان شوی و.

XS
SM
MD
LG