د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال حمید:د افغان او پاکستاني پوځیانو ملاقاتونو ګټه کړې


په کندهار کې د افغان او پاکساني نظامیانو ګډه غونډه
په کندهار کې د افغان او پاکساني نظامیانو ګډه غونډه

په جنوب کې افغان مقامات وايي چي د پاکستاني لوري سره تر ګډي ناستي وروسته د ډیورنډ کرښي له پاکستاني لوري څخه پر افغان پوځیانو برید نه دی شوې.

د پاکستان د دولسم قول اردو او د افغانستان د ۲۰۵ اتل قول اردو د مشرانو ترمنځ لیدني د ډیورنډ کرښي پر امنیت ښه اغیز کړی .دا دوواړو هیوادونو ترمنځ د لوړپوړو پوځیانو تر ټولو د لوړې کچي ناسته وه چي تیره پنجشنبه د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو په مرکز کې وشوه.

په ډیره حیرانونکې توګه له ۱۳ کالو څخه وروسته په لمړي ځل، افغان نظامیان وايي چي له ډیورنډ کرښي سره نږدې يې پر مرکزونو د ډیورنډ خط له پاکستاني لوري څخه بریدونه نه کیږي .

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحیمد حمید امریکا غږ ته وويل" د هغې جلسې نه چي موږ له پاکستاني هیئت سره لرله تر هغه وروسته کوم انداخت ندی شوی، ممکن دوی هم کوم هدایت ورکړی وی یا هم دایمي او یاهم موقتي خو موږ بله ناسته هم په مخ کې لرو او دا به د پاکستان په خاوره کې وي بیا به هلته وګورو چي نتیجه يې څه ده."

د افغان پوځ دا جنرال زیاتوي چي "د توند لارو ضد جګړه کې به د ګډو هڅو لپاره دواړه هیوادونه یو نوی پروګرام هم عملي کړي"

دی زیاتوي چي په لمړي ګام کې به د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همږغۍ یو مشترک مرکز هم جوړیږي " په سپین بولدک کې د هم اهنګی مرکز باید جوړ کړو چي دابه د افغان او پاکستاني نظامیانو د همږغۍ لپاره وي که ستونزه تر هغه هم لویه وه بیا به دا مرکز ماته خبر راکوي او زه به بیا د پاکستان د ۱۲ نمبر قول اردو له قومندان سره ورباندي خبري کوم."

په جنوبي ولایاتو کې د افغان پوځ دغه قوماندان وايي چي د پاکستان په دننه کې د هغه هیواد د نظامیانو د فشار له کبله د افغان وسله والو طالبانو ډیری کورنۍ بیرته افغانستان ته را ستنې شوي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG