د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په پاکستان او افغانستان کې د فعالیت ادعا کوي


د اسلامي دولت ډله په عراق او سوریې کې پراخې سیمې کنټرولوي.
د اسلامي دولت ډله په عراق او سوریې کې پراخې سیمې کنټرولوي.

د اسلامي دولت ډله یا داعش د سوریې د کوباني د ښارګوټي نه په شا شوه. خو دغه ډله په نورو سیمو کې د خپل فعالیت د پيل کولو ادعا کوي.

د اسلامي دولت ډلې ته وفادارو وسله والو وویل چې د لیبیا په مرکز طرابلس کې د سې شنبې د ورځې وژونکی برید دوی کړی.

د دې نه یوه ورځ مخکې، یانې د دوشنبې په ورځ، د اسلامي دولت د ډلې ویاند اعلان وکړ چې د دوی په وینا خلافت یې د جنوبي آسیا هیوادونو ته رسیدلی دی.

ابو محمد العدناني پر انټرنیټ اعلان وکړ: «موږ مجاهدینو ته ښه خبر لرو او هغه دا چې اسلامي دولت په خراسان کې کار پیل کړ.»

د خراسان نه د دغې ډلې مطلب هغه سیمه ده چې په تاریخي لحاظ افغانستان، پاکستان او هغه سیمې چې د عدناني په وینا د دغو دواړو هیوادونو شاووخوا سیمې دي هم پکښې شاملې دي.

په یوې ویډیو کې چې د رواني عیسوي میاشتې په پیل کې خپره شوه، لیدل کیږي چې یوه ډله وسله وال، چې د پاکستاني طالبانو نه بیله شوې ده، د اسلامي دولت ډلې ته بیعت کوي.

په ویډیو کې په لسګونو وسله وال لیدل کیږي چې په آسونو سپاره دي او د اسلامي دولت بیرغونه رپوي.

په ویډیو کې د طالبانو پخوانی ویاند شاهدالله شاهد راڅرګندیږي. هغه په عربي ژبې د اسلامي دولت د ډلې مشر، ابوبکر البغدادي ته، چې ځان ته خلیفه وايي، د وفادارۍ اعلان کوي.

تیره اونۍ، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړ چې امنیتي ځواکونو د لاهور په ښار کې د اسلامي دولت یو مشر یوسف السلفي نیولی دی.

په پاکستان کې تشویشونه

د پاکستان حکومت دا نه ده تائید کړې چې د اسلامي دولت ډله په پاکستان کې فعالیت کوي. خو په پارلمان کې د ځینو لویو سیاسي ګوندونو مشرانو په دې اړه تشویش څرګند کړی دی. دغو سیاسي مشرانو د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف دې، تر دې نه مخکې چې په پاکستان کې فعالیت پيل کړي، اقدامات وکړي.

ځینې کتونکي وايي چې داسي معلومیږي چې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو په اړه خبرداری باید وختي ورکړل شوی وای او اوس یې وخت تیر دی. دوی وايي چې د عدناني اعلان به حکومت ته دا لا ګرانه کړي چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف دې اقدامات وکړي.

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال، طلعت مسعود د امریکا غږ ډیوه راډیو ته وویل «د طالبانو نه جلا شوي ډلې چې د اسلامي دولت ډلې ته یې فاداري اعلان کړې و منزوي شوي وي. خو د دغه اعلان سره به دوی رامخې ته شي او [په پاکستان کې] حضور به یې لا قوي وښودل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه، خادم حسین وايي چې په دې ډول ځايي جهادي ډلې د تبلیغاتو نه علاوه نور څه هم لاس ته راوړي.

د مالي مرستو توان

د امریکا غږ ډیوه راډیو سره په یوې مرکې کې خادم حسین وویل: «د پاکستاني طالبانو ډلې پوهیږي چې د اسلامي دولت سره وفاداري به دوی ته مالي ګټه ورسوي.»

خو دا نه ده معلومه چې د اسلامي دولت ډله به، چې په سوریې او عراق کې فعالیت کوي، د خپلو غړو سره د عراق او سوریې نه دباندې د څومره مرستې توان ولري.

داسې معلومیږي چې په لیبیا کې د اسلامي دولت ډلې خپلو پلویانو ته تخنیکي روزنه ورکړي خو د پيسو او تجهیزاتو د ورکولو په اړه رپوټونه نه دې تائید شوي.

بل پلو ته العدناني په خپل بیان کې د یووالي وعده کړې ده او د «خراسان د ټولو مجاهدینو» نه یې غوښتنه کړې چې «د خلافت د کاروان سره» دې یو ځای شي او خپل منځي اختلافات دې ختم کړي.

خو که چیري په سوریې او لیبیا کې د جهادي ډلو ترمنځ په خپلو کې جګړو ته وکتل شي نو دا به ډیره ګرانه کړي چې د اسلامي دولت ډله دې ټوله ډلې سره یو ځای کړي.

XS
SM
MD
LG