د لاس رسي وړ اتصالات

افریقا کې ایبولا ځپلي کسان په رواني ستونزو اخته شوي


د ایبولا د ساري ناروغۍ ناوړه اوتباه کوونکي اثرات د ډېرې مودې پورې پاتې کېږي او ناروغ په دوامداره توگه روغتیایي مرستې او پاملرنې ته ضرورت لري.

د روغتېاېې چارو ماهران چې په لوېدېځه افرېقا کی د ایبولا د ساري ناروغۍ د مخنېوي اوعلاج لپاره کارکوي په ژېنېو کی دروغتېا دنړېوال سازمان (WHO) په مرکزي دفتر کې غونډه کړې وه .

په غونډې کې پدې بحث وشو چې ددې مضرې ناروغۍ وېروس چې په لوېدېځه افرېقا کی کوم ناروغان نېولي وو خو له مرگ نه وژغورل شوي دي له سائېکالوژېکي او فزېکي ستونزو سره مخامخ شوي دي، په څه شکل له هغوۍ سره د مرستې لپاره ېوه بهتره لاره وموندل شي.

په غونډه کی زېاتره ماهران له لائبېرېا ، سرائلېون اوه گېنېي نه راغلي وو مگر د کانگو ډېموکراتېک جمهوریت او ېوگانډا په شمول د ځېنو نورو ملکونو استازو هم پکې گډون کړی و.

دا هغه ملکونه دي چې پروسږکال پکې په سلگونو ناروغان د ایبولا په ساري ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړه شول او په ځېنو کی ېې د دې ساري وېروس نښې او اثرات اوس هم موجود دي.

ډاکترانو او ماهرانو چې کومې خبرې وکړې، ېوه مهمه خبره په کی دا وه چې له تجربې نه ثابته شوې چې که د نړۍ په هره گوښه کی ېو څوک د ایبولا وېروس ونېسي او ناورغه شي ،نو که په وخت درمل وخوري او سمه توجه ورته وشي، د ژوندی پاتې کېدو امکانات ېې زېات دي.

روغتېاېې ماهران واېې چې دا مهال په لوېدېځه افرېقا کی د ایبولا د ناورغۍ پېښې ٢٥ فېصدو ته راکمې شوې دي او د روغتېا د نړېوال سازمان واېې چې په لوېدېځه افرېقا د ایبولا دعلاج مرکزونه اوس تقرېبا د امرېکا او اروپا له روغتېاېې اسانتېاو سره برابر دي.

ماهران واېې چې ښه او گټورعلاج ېې دادې چې ناورغ ته په خپل وخت مناسبه دوا ورسېږي، پاک او صفا وساتل شي او د ټولنې وگړي باېد کرکه ورنه ونه کړي ،په ځانگړې توگه هغه مېرمنې چې اولاد ېې په نس وي او ېا هغه ناروغان چې عمرونه ېې عمر کم وي. د ټولنې همدغه دوه طقبی خلک ډېره په اساني ددې ناروغۍ له امله مري او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتېا دنړېوال سازمان تخنېکي مشاوره( مېرمن مارگرېټ هېرث ) واېې چې د پنځو کلونونه د کم عمرماشومان ډېر زېات مري اوکوم ماشومان چې عمرونه ېې ېوه کال نه کم وي په سلو کی ېې ٩٠ فېصده د مرگ امکان زېات وي:

" ېوه غټخه وجه ېې داده چې د کم عمر ماشومان زېاتې توجه او پاملرنې ته ضرورت لري، ېو څوک باېد موجود وي چې په خپل وخت ورته ډوډۍ او دوا ورکړي، اوخېال ېې وساتي."

که صرف په دې اتکا وکړي چې روغتېاېې کلنېک ته ورسوي لو له نورو ناروغانو نه ېې ځانگړي او گوښه وساتي، دغه کار دهغوۍ په ژوند ناوړه اغېزه کوي او له تباه کوونکورواني اوسائېکالوژېکي اغېره غورځوي،خصوصا هغه ماشومان چې مور او پلارېې هم نه وي موجود او نه څوک لري چې خېال ېې وساتي.

"خوېو شمېرغټان چې د ایبولا له ناروغۍ نه روغ بچ شوي دي، زېاتره ېې ددغه شان بی وزلو اوبی اثرې کم عمره ناروغان خېال ساتی اوله خپلې تجربې نه گټه اخلي اوهمدا د ایبولا د مخنېوي ترټولو موثره طرېقه ده."

" دایبولا پرناروغانو باندې ناوړه روانی او فزېکې اثرات ډېردوام کوي او ډېر امکان لري چې ځېنی ېې دPost -Traumatic stress disorder e ښکارشي. خو شاېد چې نورعوامل هم ولري ځکه چې له ېوه ناروغان نه تر بل ناروغ پورې ېې شدت فرق کوي."

مېرمن مارگرېټ واېې چې دا خبره له حده ډېره ضروري ده چې دائبولا د ناروغانو خېال وساتل شي که نه نو په نېورو لوژېکی ناروغېو اخته کېږي.

کارپوهان واېې هر څوک چې د ناروغانو خېال ساتي باېد چې خپل ځان هم وساتی.

XS
SM
MD
LG