د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرېکټ نړیوال جام په تاریخ کې لومړی بری ثبت کړ


شاپور ځدراڼ د څلوري سکاټلېنډي لوبغاړو په سوځولو سربېره، د افغانستان د دغه تاريخي بري ورستۍ څلوریزه هم ووهله.
شاپور ځدراڼ د څلوري سکاټلېنډي لوبغاړو په سوځولو سربېره، د افغانستان د دغه تاريخي بري ورستۍ څلوریزه هم ووهله.

افغانستان د کرېکټ د نړیوال جام د سیالیو په تاریخ کې خپل لومړی بری ثبت کړ. افغانستان د یوې سختې او په زړه پورې لوبې په پایله کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه، دا په روانو نړیوالیو سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه او لومړنی بری و.

دا بری د افغانستان لپاره ځکه مهم دی، چې دغه هېواد په لومړي ځل د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې لوبيږي او یوه لوبه ګټي.

د نیوزلېنډ به ډینېډن لوبغالي کې افغان کپټان محمد نبي د پچې له ګټلو وروسته، سکاټلېنډ منډو جوړولو ته وروباله.

افغان لوبغاړو هيله درلوده چې سکاټلېنډ په کمو منډو وسوځوي، یو مهال داسې ښکارېده چې ښايي د سکاټلېنډ ټوله لوبډله په شاوخوا ۱۸۰ منډو وسوځيږي، خو د هغوی اووم او اتم لوبغاړي ودرېدل او په ګډه يې د ۶۲ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان ته يې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

نوروز منګل په اوو منډو ژر وسوځېد او په هغه پسې د اصغر ستانکزي او کپټان نبي ژر سوځېدو لا پر افغان لوبغاړو فشار زیات کړ.

سمیع الله شینواري ډېره ورو لوبه پیل کړه، خو یو مهال يې په یو اور کې درې شپږیزې ووهلې او د څلورمې په هڅې کې وسوځېده، خو د ده ۹۶ منډو د افغانستان د تاریخي بري مزل ډېر لنډ کړی وو.

افغانستان په وروستیو ۱۲ توپونو ۱۵ منډو ته اړتیا درلوده، د وروستي اور په درېیم توپ باندې شاپور ځدراڼ څلوریزه ووهله د افغانستان د کرېکټ د بري تاریخي بنسسټ يې کېښود.د لوبې غوره لوبغاړی، سمیع الله شینواری شو.

افغان لوبغاړو له دغې لوبې څه زده کړل

کپټان محمد نبي تر لوبې وروسته وویل چې، له دغې لوبې يې یوه مهمه زده کړه يې دا وه چې په سخت حالت کې باید سړی مسوولانه لوبه وکړي، هاغسې چې سمیع الله شینواري وکړه او پر افغانستان یې شته فشار پر سکاټلېنډ واچوه.

افغان بالرانو او لوبغاړو نن، تر بلې هرې لوبې ډېرې ۲۵ اضافي منډې ورکړي چې خورا زیاتې وې، چې ښايي افغان توپ اچوونکي په راروانو لوبو کې د دغې ستونزې مخنیوي ته پام وکړي.

سره له دې چې افغان لوبغاړي د تېرو دوو نورو لوبو په پرتله، په دغې لوبې کې ډېر منظم ښکارېدل، خو بیا يي هم دوه وارې دا چانس له لاسه ورکړ چې سکاټلنډې لوبغاړي وسوځوي، یاني بیا هم د افغانانو د فېلډنګ ستونزه تر ډېره په خپل ځای پاتې ده.

په منډو جوړولو کې، ځینو لوبغاړو بیا هم ډېر مسولیت احساس نکړ او ژر وسوځېدل.

د افغان لوبغاړو منډې

جاوید احمدي ۵۱

نوروز منګل اووه

اصغر ستانکزی څلور

سمیع الله شینواری ۹۶

افسر ځاځی صفر

نجیب ځدراڼ څلور

ګلبدین نایب صفر

دولت ځدراڼ نهه

حمید حسن ۱۵

شاپور ځدراڼ ۱۲

د لوبې د لومړنۍ پاڼۍ راپور

سکاټلېنډ په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف ورکړ، حمید حسن وايي که افغان منډه جوړوونکي په ارامه او مسولانه لوبه وکړي، دغه هدف په اسانۍ سره ترلاسه کېدی شي.

له سکاټلېنډ سره په ننۍ لوبه کې ، کپټان محمد نبي عیسی خیل پچه وګټله او سکاټلېنډ ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. نبي وویل چې دوی تېز توپ اچوونکي لري او غواړي چې د سکاټلېنډ لوبډله ژر وسوځوي.

دولت ځدراڼ د سکاټلېنډ لومړنی لوبغاړی ژر وسوځوه، ورپسې حمید حسن بل لوبغاړی وسوځوه چې په دې سره يې پر سکاټلېنډ فشار زیات کړ.

خو دا د سکاټلېند اتم او نهم لوبغاړي ایوان او ماجد حق وو چې د ۶۲ منډو ملګرتیا یې وکړه.

افغان توپ اچوونکو د تل په څېر نن هم خورا ښه لوبه وکړه، د کرېکټ دوه مشهور مبصرین وسیم اکرم او رمیز راجا افغان توپ اچوونکي وستایل او له دې اړخه يې افغان لوبډله ډېره پیاوړي وبلله.

په ننۍ لوبې کې افغان لوبغاړي ډېر ارامه او منظم ښکارېدل خو بیا یې هم دوه وارې دا فرصت له لاسه ورکړ چې د سکاټلېنډ لوبغاړي په منډو کې وسوځوي.

خو افغان لوبغاړي نن له یوې بلې لویې ستونزې سره مخامخ وو او په ځانګړي ډول افغان توپ اچوونکي، افغانانو په ۵۰ اورونو کې ۲۵ اضافي منډې ورکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې شاپور ځدراڼ څلور لوبغاړي او دولت ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول، حمید حسن، محمد نبي او ګلبدین بیا یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان خپله څلورمه لوبه د مارچ په څلورمه نېټه له اسټرالیا سره کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG