د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او امریکا د اړیکو د خرابېدو اندېښنې پیدا شوي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتانیاهو آماده ګي نیسي چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس دواړو برخو ته وینا وکړي. نیتانیاهو په داسې حال کې کانګرس ته وینا کوي چې یواځي دوې اونۍ د اسرائیل عمومي انتخاباتو ته پاته دي. نیتانیاهو د څلورمې دورې دپاره انتخاباتو ته ولاړ دی.

ښاغلی نیتانیاهو وايي چې هغه باید د کانګرس دواړو برخو ته وینا وکړي سره له دې چې پر هغه باندې په اسرائیل کې او ددغه هېواد څخه بهر نیوکې کېږي چې وینا به یې د امریکا او اسرائیل ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

ښاغلی نیتانیاهو په داسې حال کې غواړي چې کانګرس ته وینا وکړي چې پنځه اروپايي قدرتونه او امریکا د ایران سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هلکه په مزاکراتو اخته دي چې په لړ کې به یې د ایران اټمي پروګرام لغوه شي او په بدل کې به یې پر ایران باندې وضع شوي بندیزونه لیري کړل شي.

نیتانیاهو: امریکا ته مي سفر تاریخي دی

ښاغلي نیتانیاهو د یکشنبې په ورځ الوتکې ته د ختو نه مخکي وویل چې امریکا ته یې سفر ډیر مهم او تاریخي دی ځکه هغه د ټولو اسرایلیانو د استاځي په توګه هلته ځي، حتی هغه اسرایلیان چې د ده سره موافق نه دي.

هغه وویل "زه د ټولو اسرایلیانو او د خپل هېواد د امنیت او برخلیک په برخه کې ژوره او صادقانه اندېښنه لرم او هر څه چې مي په وسه پوري وي هغه به وکړم چې یوه مصونه راتلونکې ولرو."

یتانیاهو په داسې حال کې غواړي چې کانګرس ته وینا وکړي چې پنځه اروپايي قدرتونه او امریکا د ایران سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هلکه په مزاکراتو اخته دي
یتانیاهو په داسې حال کې غواړي چې کانګرس ته وینا وکړي چې پنځه اروپايي قدرتونه او امریکا د ایران سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هلکه په مزاکراتو اخته دي

ښاغلي نیتانیاهو مخکي ویلي و چې داسې معلومېږي چې امریکا او اروپايي قدرتونو دا منلې ده چې پر ایران باندې په تدریجي ډول بندیزونه کم کړي چې دا کار به تهران ته دا موقع ورکړي چې په راتلونکو څو کلونو کې اټمي بم جوړ کړي. نیتانیاهو وايي چې هغه دا منلای نشي.

زیات شمیر امریکايي سیاستمداران وايي چې مزاکرات په اصل کې د ایران د حکومت سره زیات مراعت کوي--- یو داسې حکومت چې په ډاګه د اسرایلو د تباه کولو خبرې کوي او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د نیتانیاهو د وینا سره د سپینۍ ماڼۍ مخالفت

خو کانګرس ته د ښاغلي نیتانیاهو د وینا سره د ولسمشر اوباما حکومت مخالفت لري او وايي چې هغه په اسرائیل کې د انتخاباتو په دوران کې دغه وینا کوي چې کولای شي دنیا ته داسې معلومه سي چې ګواکي امریکا د اسرائیل په سیاست کې لاسوهنه کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري تیره اونۍ د امریکا کانګرس ته وویل چې د ایران او لویدیځ ترمنځ پر خبرو باندې انتقاد مخکي له وخت څخه کار دی.

د امریکا د باندنیو چارووزیر جان کیري تیره اونۍ د امریکا کانګرس ته وویل چې د ایران او لویدیځ ترمنځ پر خبرو باندې انتقاد مخکي له وخت څخه کار دی.
د امریکا د باندنیو چارووزیر جان کیري تیره اونۍ د امریکا کانګرس ته وویل چې د ایران او لویدیځ ترمنځ پر خبرو باندې انتقاد مخکي له وخت څخه کار دی.

هغه وویل "پالیسي دا ده چې ایران به اټمي وسلې ترلاسه نکړي او هرڅوک چې وايي ددغه معاملې څخه خوښ نه دی او بیلابیلې پلمې کوي په اصل کې د معاملې د جزیاتو څخه خبر نه دي. تراوسه پوري موافقه شوې لا نه ده. زه د خلګو څخه غواړم چې د احتیاط څخه کار واخلي او وویني چې ددغو مزاکراتو نتایج څه راوځي."

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د امریکا د پي بي اس د تلویزوني چینل سره په مرکې کې وویل چې د ښاغلي نیتانیاهو اصرار چې غواړي کانګرس ته وینا وکړي په امریکا کې یې ګوندي سیاست ته لمن وهلې ده او دا کار د دواړو هېوادونو اړیکو ته تاوان رسوي.

د اسرائیلو د سیاسي چارو کارپوه اکېوا ایلدر بیا د ښاغلي نیتانیاهو وینا ته د یوې سیاسي مانورې خطاب کوي او داسې وايي "زه په دې باور یم چې نیتانیاهو په هغه څه چې مونږ پوهېږي، ښه پوهېږي او هغه دا چې د هغه وینا به د ایران په برخه کې د امریکا پالیسۍ ته تغییر ورنکړي. خو دهغه وینا به د امریکا د ولسمشر سره د هغه اړیکې ښې نکړي."

ایلدر زیاتوي چې د هغه د وینا هدف په اسرایلو کې د کین لاسي رایوو جلبول دي.

عام اسرایلیان څه وايي؟

د بیت المقدس په لارو کوڅو کې بیا د ښاغلي نیتانیاهو د وینا په هکله نظریات بیلابیل وو.

انتوني سیمون وايي چې نیتانیاهو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپله وینا وکړي. هغه داسې وايي "زه په دې باور یم چې امریکا د بیان د آزادۍ یو هېواد دی نو زه فکر کوم چې لومړی وزیر حق لري چې هر څه چې غواړي هغه ووايي لکه څنګه چې هر بل کس په امریکا کې دغه حق لري."

دوکاندار متي سمنتوف بیا وايي چې دغه وینا باید ځنډول شوې وای. هغه داسې وايي "زه فکر کوم چې دا وینا د امریکا سره زمونږ اړیکو ته ګټوره نه ده. مونږ ته په کار ده چې د امریکا سره ښې اړیکې ولرو. امریکا زمونږ ملګری هیواد دی او ښايي په نړۍ کې مو یواځي ملګری هېواد وي. نو مونږ ته په کار ده چې ښه برخورد ورسره وکړو. زه فکر کوم چې نیتانیاهو دا کار نه کوي. هغه امریکا ته توهین کوي او زما د هغه دا کار خوښ نه دی."

جوریسلمیتا ملکا شمیتوف وايي چې هغه باور نلري چې وینا دي عامه افکار یوې یا بلي خوا ته بدل کړي.

شمیتوف داسې وویل "رای ورکونکي په دې باور دي چې لومړی وزیر ددې وینا څخه په خپله ګټه کار اخلي ځکه هغه په دې باور دی چې هغه به د دې وینا په مرسته نورو رایې ترلاسه کړي. خو زه وایم چې دا به د هغه سره مرسته ونکړي او پر رایوو باندې به تاثیر ونکړي."

زیات شمیر خلګ د دې سره موافق دي چې د نیتانیاهو وینا به د هغه سره د مخالفینو په مینځ کې مرسته ونکړي. خو دوي وايي چې د ولسمشر اوباما سره د هغه سخت دریځ کولای شي چې د هغه سره د هغو رای ورکونکو په جلب کې مرسته وکړي چې د امنیت له اړخه اندېښنې لري.

XS
SM
MD
LG